رجوع
د کابل په ځانمرګی برید کې اوه تنه وژل شوی او 17 نور ټپیان دی
تاريخ النشر: 1391/02/13 0:0رمز الخبر: 10009المصدر: ایرکا خبری آژانس

پولیس وایی چې څلور وسلوال ځانمرګی برید کوونکی، چې چادرۍ یې په سر وې او غوښتل یې د کابل د خواجه رواش هوایی ډګر پر سړک د ایساف اړوند یوه مېلمستون ته ننوځی، ووژل شول.
د کابل د 101 اسمایی زون قوماندانۍ د امنیتی چارو مرستیال مل پاسوال محمد داوود امینی پژواک خبری اژانس ته وویل چې یوه ځانمرګی برید کوونکی نن ( دغویی 13مه) سهار 6:15 له چاودېدونکو ډک خپل موټر د خواجه رواش د هوایی ډګر پر سړک د " ګرین ویلیج" په نامه د ایساف ځواکونو د مېلمستون د دروازې پر وړاندې والوځاوه.
هغه زیاته کړه ، چې په دې چاودنه کې د یوه زده کوونکی په ګډون پنځه ملکی کسان، چې په یوه سراچه موټر کې سپاره وو او د مېلمستون یو نیپالى ساتونکى وژل شوی دی.
امینی وایی ، چې په دې پېښه کې 11 ملکی وګړی او شپږ نور نیپالی ساتونکی ټپیان شوی دی.
خو د کورنیو چارو وزارت دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایی ، چې دغه برید دیوه موټر بم په وسیله د نهمې امنیتی حوزې په مربوباتو کې د انګلستان اړوند و ګرین ویلېج کمپ د دروازې په مخ کې ترسره شو او له امله یې دیوه زده کوونکی، یوه امنیتی ساتونکی او یو بل تن چې هویت یې تراوسه نه دى معلوم ، په ګډون اوه تنه وژل شوی او د لسو زده کوونکو په ګډون 17 تنه نور ټپیان شوی دی.
د کابل د 101 اسمایی زون قوماندانۍ د امنیتی چارو مرستیال وویل ، چې څلور برید کوونکی، چې چادرۍ یې په سر وې او غوښتل یې مېلمستون ته دننه شی، یوه یې له چاودېدونکو توک ډک خپل موټر د مېلمستون ددروازې په مخ کې والوځاوه او درې نور د امنیتی ځواکونو لخوا ووژل شو.
سرچینې وویل ، چې د برید کوونکو په وژل کېدو سره د امنیتی ځواکونو عملیات له غرمې مخکې لس بجې پاى ته ورسېدل.
د پژواک خبریال د پېښې له سیمې خبر راکوی ، چې په دې پېښه کې د ایساف د مېلمستون اړوند د موټرو یو ورکشاپ او د مېلمستون دننه یو بل ځاى اور اخیستى ، د اور لمبې او لوګی تر یوه ساعته پورته کېدل، چې وروسته دغه اور د اوروژنې لخوا مړ شو.
همدارنګه یو سراچه موټر، چې څلور تنه سپرلۍ یې په ځانمرګی برید کې وژل شوی دی، هم سوځېدلى دى او دوه کرولا ډوله موټر ویجاړ شوی او یو بایسکل چې شاته یې وچه ډوډۍ لیدل کېده، دسړک پر غاړه پروت وو.
دغه مېلمستون د قابل باى لیسې په خوا کې موقعیت لری او د چاودنې له امله ددې لېسې او یو کرولا موټر ښیښې ماتې شوې دی.
د کابل ښار د روغتونونو رییس ډاکټر کبیر امیرى پژواک خبری اژانس ته وویل چې ددې پېښې ټپیان د وزیر اکبرخان روغتون په ګډون دکابل روغتونونو ته راوړل شوی دی.
امیری زیاته که چې په ټپیانو کې اوه زده کوونکی هم شامل دی، چې اوسمهال تر درملنې لاندې دی.
له بلې خوا ایساف ځواکونه وایی، چې لومړنی معلومات ښیی، چې د وسلوالو مخالفینو یوې کوچنۍ ډلې نن په کابل کې پر یوې خصوصی کمپنۍ برید کړى دى.
په هغه خبرپاڼه کې ، چې د ایساف ځواکونو د مطبوعاتی دفتر لخوا پژواک خبرې اژانس ته رسېدلې ده ، راغلی دی: " برید کوونکی په دې برید کې ناکام شول، چې د ایساف کسانو ته زیان ورسوی، خو په دې برید کې یو ځل بیا بې ګناه او په ځانګړې توګه د ښوونځی ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته. "
سرچینه زیاتوی، چې افغان امنیتی ځواکونو یو ځل بیا خپله کاری وړتیا وښودله او برید کوونکی یې ډېر ژر له پښو وغورځول.
د ایساف ویاند برید جنرال کارستین جکوبسن وایی : " دا د طالبانو لخوا یو بل بزدلانه برید و، خو افغان امنیتی ځواکونو وکړاى شول ، چې دغه برید شنډ کړی. "
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک خبری اژانس ته وویل چې دهغوى وسلوالو کسانو نن سهار د قابل باى په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په یوه نظامی قرارګاه برید کړى او لومړى یې ددې ځواکونو د دروازې په مخ کې د موټر بم په الوځولو سره ساتونکی ووژل.
هغه ادعا وکړه، چې وروسته یوه درې کسیزه ډله، چې په پیکا ، راکټ ، لاسی بمونو او د ځانمرګی برید په واسکټونو مجهز وه، قرارګاه ته دننه شول، چې له سختې نښتې وروسته د افسرانو په ګډون لس بهرنی او 9 افغان سرتېری ووژل شول.
طالب ویاند وایی ، چې هغوى دغه برید کابل ته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له سفر سره په ورته وخت کې پلان کړې وه او دغه برید د امریکا او د کابل حکومت ترمنځ د ستراتیژیک سند د لاسلیکولو پر وړاندې ځواب او اوباما ته د افغانانو پیغام وو.
د یادونې ده، چې بارک اوباما تېره شپه کابل ته راغلى او د جمهوری ریاست په ماڼۍ کې یې له ولسمشر حامد کرزی سره ستراتیژیک سند لاسلیک کړ.