رجوع
امریکا په تور لیست کې د حقانی شبکې شاملول غواړی
تاريخ النشر: 1389/05/06 0:0رمز الخبر: 1021المصدر: ایرکا خبری آژانس

د کارپوهانو په عقیده په سیمه کې وروستی بدلونونه او پېښې ښیی، چې امریکا د طالبانو له مشرۍ او د کوټې له شورا سره د افغان حکومت د سولې د هڅو له پروسې څخه ملاتړ کوی. ځکه د ملګرو ملتونو پلټونکی هڅه کوی، چې د امنیت شورا له تورلیست څخه د هغو طالب مشرانو او چارواکو نومونه ژر تر ژره وباسی، چې د ملاعمر پر شاوخوا راټول دی او نېغ په نیغه د هغه له اوامرو اطاعت کوی.
خو بل خوا لیدل کیږی، چې امریکا دا هڅې هم کوی، چې د القاعده او د حقانی شبکې په وړاندې له جدیت څخه کار واخیستل شی او د حقانی د ډلې د غړو نومونه د امنیت شورا تورلیست ته ولېږدی او کوم وروستی بندیزونه هم چې د حقانی شبکې د دریو مشرانو نصیرالدین حقانی، ګل اغا ساکزی او امیر عبدالله پر شتمنیو لګول شوی دی د دغه جدیت ښکارندویی کوی.
که څه هم دا ټکی د افغان مشرتابه او د امریکا مشرتابه ترمنځ د نظر د توپیر انځورونه کوی او ځینې خبری اژانسونه لیکی، چې دغسې اقدامات به د سولې لپاره د ولسمشر حامد کرزی وروستیو هڅو ته زیان واړوی. مګر په دې وروستیو کې د طالبانو اصلی جوړښت او بدنی ته د امریکا پام اوښتول، چې بېلا بېلې رسنۍ یې مطرح کوی او ډېری بریدونه او حملې هم دا ډله سمبالوی، دا هیله راژوندۍ کوی، چې حالات څه ناڅه د بهبودۍ پر لور ګام واخلی.
همدا پرون واشنګټن پوست ورځپاڼې د ملی امنیت د پخوانی مشر ښاغلی امرالله صالح مرکه خپره کړې. ښاغلی صالح ویلی، چې د ملاعمر تر قوماندې لاندې د طالبانو په مشرۍ کې ټول ټال 200 تنه حضور لری چې د لومړۍ درجه طالبانو په سترګه ورته کتل کیږی او د ای ایس ای تر مستقیم څار لاندې دی.
ښاغلی صالح همدارنګه ویلی دی، چې د طالبانو جنګی ماشین د 1700 قوماندانانو په وسیله چې په دوهمه درجه کې راځی د لسو زرو تر دیرشو زرو جنګیالو په جګړه ییزو فعالیتو او هڅو پرمخ وړل کیږی، چې د دغو قوماندانو له ډلې 700 تنه یې په افغانستان کې د امریکا د پخوانی قوماندان جنرال مک کریستل په ذریعه وژل شوی، خو د طالبانو د ځایناستی ماشین هومره قوی بلل شوی چې ډېر ژر یې په لنډه موده کې ځایناستی ټاکل شوی دی.
په رسنیو کې راغلې څېړنې او شننې دا هم په ګوته کوی، که چېرې امریکا او افغان حکومت په دې وتوانیږی، چې د خبرو اترو او زور له لارې پر هغو طالبانو برلاسی حاصله کړی، چې د ملاعمر او د کوټې د شورا تر مشرۍ لاندې فعالیت لری دا هیله کېدلی شی، چې د افغانستان د شخړې د اواری لپاره به لومړنی ګامونه اخیستل شوی وی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او سیمې مشهور پاکستانی کارپوه او ژورنالست احمد رشید، چې غربی نړۍ یې پر خبرو ډېره باورمنه ده هم، ویلی دی، چې له طالبانو سره دې ژر تر ژره خبرې وشی.
احمد رشید چې د لندن د ستراتیژیکو څېړنو په انستیتیوت کې (له طالبانو سره خبرې؛ د افغانستان رول – لرلید او نښې نښانې) په نوم کنفرانس کې څرګندونې کولې، وویل: زما په باور که دا خبرې ژر ترسره ونه شی، د حالاتو د لا خرابېدو او له افغانستانه د بهرنیوځواکونوله وتلو وروسته به په سیمه کې د ګډوډۍ او بې ثباتۍ امکان ډېر شی.
هغه باور لری چې د طالبانو په منځ کې معقول او پوه کسان چې د (1996-2001) کلونو د حکومت تجربه یې هم کړې ده، اوس دې نظر ته رسېدلی، چې که دوی د جګړې له لارې کابل هم ونیسی او که مثلاً بهرنیان هم له افغانستانه ووځی، بیا به له هغو ستونزو سره مخامخ شی، چې د خپلې واکمنۍ په موده کې ورسره لاس او ګرېوان وو، لکه سخت بندیزونه چې د دوی د انزوا سبب شول.
پردې سربیره کارپوهان دا هم وایی، چې د امریکا له لوری په بیابیا په 2011 میلادی کال کې د امریکایی سرتېرو د وتلو د پیل نېټه هم دغو طالبانو ته یو شین چراغ دی چې د سولې خبرو ته رامات شی او له جګړې لاس واخلی. خو احمد رشید دغو ټولو ټکو ته په اشارې وایی چې باید د طالبانو له مشرانو سره خامخا خبرې وشی او هغوی جذب کړای شی. د دغه پاکستانی ژورنالست پر څرګندونو بېلابېلو رسنیو تبصرې کړی او ویل شوی که چېرې ملاعمر جذب او حقانی وځپل شی، په ډېر لږ شمېر کې طالبان به په صحنه کې پاتې شی او دا به هغه مهال، چې دوی به د وسلې له اېښودلو پرته بله هېڅ کومه لاره ونه لری.
خو د حقانی شبکې په برخه کې چې د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر جنرال حمیدګل د دغه هېواد ملګرې بللې ده، امریکا لاهم په خپل هوډ کلکه ولاړه ده او همدا پرون رسنیو خبر ورکړه، چې د حقانی شبکې د دریو مشرانو، نصیرالدین حقانی، ګل اغا ساکزی او امیر عبدالله پر شتمنیو نوی بندیزونو لګول شوی دی. امریکایی چارواکو ادعا کړې چې د دې بندیزونو په مټ به د جنګیالیو مالی او نظامی زور دړې وړې کړی. د امریکا د دغه بندیزونو لومړی هدف نصیرالدین حقانی دی، چې د حقانی د ډلې استازی او د سراج الدین حقانی ورور دی چې د خپل پلار جلال الدین حقانی په مشرۍ د جنګ مشرتوب کوی