رجوع
په امریکا کې د پاکستان سفیره وایی واشنګټن باید هرو مرو له پاکستان بښنه وغواړی
په امریکا کې د پاکستان سفیره وایی واشنګټن باید هرو مرو له پاکستان بښنه وغواړی
تاريخ النشر: 1391/02/30 18:9رمز الخبر: 10243المصدر: ایرکا خبری آژانس

د سی ان ان د راپور له مخې شری رحمان خبریالانو ته وویل امریکا په سلاله پوستو په برید سره 24 پاکستانی فوځیان ووژل او د پاکستان د خلکو احساسات ېې داغی کړل نو امریکا دې احساساتو ته په درناوی سره باید له پاکستان بښنه وغواړی .
میرمن رحمان ټینګار وکړ چې پاکستان تل د القاعدې او طالبانو په وړاندې په کلکه مبارزه کړې او طالبانو د ملاتړ تورونه د دوی پر ضد تبلیغات دی .
هغې د افغانستان او پاکستان پولې ډیرې پراخې او نه کنترولیدونکې وبللې چې طالبان ترې تګ راتګ کولای شی خو دا ېې رد کړه چې د پاکستان دولت د پولو ساتلو ته پاملرنه نه کو ی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د پاکستان له خاورې د کنړ په دانګام سیمه په لسګونو توغندی وویشتل شول چې له امله ېې یو افغان ماشوم ووژل شوا او 4 نور ټپیان شول .
تیر کال هم پاکستان د افغانستان ختیځې سیمې دسلګونو توغندیو تر بریدونو لاندې نیولې وې چې ګڼو خلکو ته ېې مرګ ژوبله هم اړولې وه