د شین هوا خبری آژانس د راپور له مخې د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند رسنیو ته وویل دا پنځه تنه د یوې مرستندویه طبی مؤسسې غړی ؤ چې تیر مازدیګر تښتول شوی دی . دغه افغان چارواکی د بهرنیو اتباعو هویت ته اشاره ونه کړه خو ځایی سر چینو د نوم نه ښودلو په شر ط رسنیو ته ویلی چې په دې کسانو کې دوې سویډنۍ ډاکترانې او دری افغان ډاکتران شامل دی . پولیس وایی د هغوی لټون دوام لری خو تر اوسه څه په لاس نه دی ورغلی