پر جلال اباد ښار د تېرې شپې د یوه توغندیز برید ترڅنګ په دې ښار کې د څو نورو درنو چاودنو غږونه هم اوریدل شوی، خو چارواکی وایی کوم ځانی تلفات نه لری. توغندى تېره شپه شاوخوا لس بجې د جلال اباد په زړه د زاړه ګمرک ودانۍ کې لګېدلى، چې د والی د ویاند احمد ضیاعبدالزی په وینا یوازې د یوه تن لاس یې لږ ټپی کړى. عبدالزى وایی، پېښه نور تلفات نه لری او دا هم جوته نه ده، چې توغندى له کومې خوا څخه راتوغول شوى و. د دغه توغندیز برید مسؤلیت لا چا پرغاړه نه دى اخېستى، خو ترې وړاندې داسې پېښې وسله والو طالبانو خپل کارګاڼه. بلخوا له نن سهار راهیسې په جلال اباد کې د څو درنو چاودنو غږونه اوریدل شوی، چې د والی د ویاند په وینا دا کومه امنیتی پېښه نه وه. ویاند وایی، اوریدل شوی غږونه د هغو چاودول شویو توکو وو، چې د بهسودو په بحر اباد سیمه کې امنیتی ادارو له غره څخه پر سړک د رالوېدلې یوې لویې ډبرې د له منځه وړلو لپاره کارولی. دغو دواړو پېښو په جلال اباد کې له څو ورځو راهیسې نسبتا کرار شوى امنیتی وضعیت بیا اندېښمن کړى او پر چارواکو یې د ځایی خلکو نیوکې په دې ډېرې کړی، چې د دوى په وینا د څو میاشتو په تېریدو سره لا هم د وضعې ښه کېدو په اړه د کړو ژمنو پوره کولو کې پاتې راغلی.