ولسمشر حامدکرزی دامریکا له ټآئمز خپرونې سره په خصوصی مرکې کې په افغانستان کې دامریکا پوځی سټراټیجی ماتې خوړلې وبلله او زیاته ئې کړه امرکیا نور دافغانستنان دامنیت دتامینولو وس نه لر ی حامد کرزی په افغانستان کې د امنیت دټینګولولپاره د امریکایانو پر هلوځلو نهیلی وښودله او ویې ویل امریکایان تردې دمه په افغانستان کې دامنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی او دوی په افغانستان کې د سولې اوثبات دټینګولولپاره دافغان ولس تمې پوره نه کړائ شوې او دا پّ داسې حال کې دی چې په یوه وخت کې دکابل او واشنګټن اړیکې هم ډیرې تیرینګلی شوې ان تر دې حده چې نهیلی شوی وو .کرزی په افغانستان کې د ناټو له تاکتیکونو سره مخالفت وکړ،او وې ویل، هیله لری چې نړیوال ځواک د امنیتی چارو مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاری او بیا دې خپلو هیوادونو ته لاړ شی. افغان ولسمشر همداراز په دغې مرکې کې دا فغانستان په استوګنو سیمو دامریکا په قوماندانۍ دبهرنیو عسکرو دحملو له دوام سره خپل مخالفت اعلان کړ اوله امریکا ئې وغوښتل دغه ډول حملې دې بندې کړی ځکه چې زیاتره پکې عام خلک وژل کیږی او دهیواد عمومی تاسیسات پکې په کنډوالو بدلیږی داپه داسې حال کې دی چې افغان ولس وخت په وخت پخپل هیواد کې دبهرنیو عسکرو له شتون سره په مخالفت کې مظاهرې او اعتراضونه هم کړی دی