رجوع
نن د امیرالمومنین حضرت علی ع د زوکړې مبارکه کلیزه ده
نن د امیرالمومنین حضرت علی ع د زوکړې مبارکه کلیزه ده
تاريخ النشر: 1391/03/15 6:49رمز الخبر: 10431المصدر: ایرکا خبری آژانس

حضر ت علی ع دپیغمبر اکرم حضر ت محمد ص د تره ځوی و چې د رجب په 13 نیټه په داسې حال کې چې د کعبه شریف دیوال دهغه مبارکې مور حضرت فاطمه بنت اسد په مخ پرانیستل یا سوری شو، او هغه کعبې شریف ته ننوتله ،نړۍ ته سترګې رڼې کړې.
حضرت امام علی ع چې له ځوانۍ له پیغمبر ا کرم ص سره وروزل شو ،لومړنی کس و چې مسلمان شو، او د پیغمبر اکرم ص له لوری د اسلام د سپیڅلی دین د تبلیغ او پراختیا په پولو پړاونو کې د هغه حضرت اصلی یار او ملګری و.
دایران خلک د حضرت امام علی ع د زوکړې مبارکه ورځ،چې په حقیقت کې د امامت پلار و، د پلار ورځ نومولې او لمانځی یې.
ټولو مسلمانانو ته د دې مبارکې ورځې له کبله مبارکی وایو.