رجوع
پاکستان دامریکا ددفاع وزیر لئون پانیټا څرګندونې رد کړې
پاکستان دامریکا ددفاع وزیر لئون پانیټا څرګندونې رد کړې
تاريخ النشر: 1391/03/20 14:46رمز الخبر: 10490المصدر: ایرکا خبری آژانس

پاکستان دامریکا ددفاع وزیر لئون پانیټا څرګندونې رد کړې .
زمونږ خبریال وایی پاکستان نن دامریکا ددفاع وزیر لئون پانیټا هغه څرګندونې چې ویلی یې وو وسله وال طالبان په پاکستان کښې امن ځایونه لری بې ځایه وبللې .
دامریکا دفاع وزیر لئون پانیټا په تیرې پنجشنبې ورځې خبرداری ورکړی وو چې په پاکستان کښې دوسله والو کسانو دامن ځایونو پرضد داقدام دنه ترسره کیدا په اړه دامریکا صبر په ختمیدا دی .
دامریکا دفاع وزیر ویلی وو چې په پاکستان کښې دیره وسله والې ډلې په افغانستان کښې دامریکا په ضد حملې کوی .
خو دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی معظم احمد خان نن په یوې بیانیې کښې وویل پاکستان په خپل هیواد کښې دوسله و الو کسانو دامن ځایونو دلرلو په باره کښې دامریکا ددفاع وزیرلئون پانیټا څرګندونې په کلکه ردوی .
هغه وویل پاکستان په ځلونو ویلی دی چې دغه هیواد به اجازه ورنکړی چې دچا پرضد استعمال شی او نه به په خپله خاوره کښې دوسله والو کسانو دامن ځایونو اجازه ورکړی .
دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی وویل پاکستان دخپلو ملی ګټو لپاره له ترهګرۍ او سرزورۍ سره مبارزه کوی او هیڅ څوک باید په دې هکله دپاکستان دنیت په باره کښې شک ونکړی .
دپاکستان دخارجه وزارت دغه ویندوی په داسې حال کښې دغه خبرې کوی چې دامریکا ددفاع وزیر مرستیال پیټر لاوې نن اسلام اباد ته لاړ چې دپاکستان لخوا دسرحدی لارو دپرانیستلو په باره کښې موجود بندون ختم کړی .
امریکا وایی چې دپاکستان جاسوسۍ اداره ایی ایس ایی له حقانی، طالبانو ،القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره پوځی او مالی مرستې کوی .