رجوع
په کابل کښې د امریکا سفیر د افغانستان دولسمشرۍ ماڼې ته ورغوښتل شوی
په کابل کښې د امریکا سفیر د افغانستان دولسمشرۍ ماڼې ته ورغوښتل شوی
تاريخ النشر: 1391/03/21 19:50رمز الخبر: 10504المصدر: ایرکا خبری آژانس

د ایرنا د راپور له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په یوه بیانیه کښې وویل ، په کابل کښې د امریکا سفیر رایان کراکر ، ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورغوښتل شوی ؤ او هغه ژمنه کړی ده چې نور به په استوګونو سیمو حملی ودریږی او ملکیان به نه وژل کیږی .
د افغانستان ولسمشر په کابل کښې د امریکا سفیر ته ویلی دی د واشنګټن او کابل تر مینځ د ستراتیژیک تړون له لاسلیکیدو وروسته،دا څووم ځل دی چې بهرنې پوځیان استوګنې سیمې بمباروی او افغان میندې او ماشومان وژنې .
حامدکرزی په دغه کتنه کښې ویلی دی دغه حملې باید ودرول شی ، ځکه د دواړو هیوادونو د ستر اتیژیک تړون مخالفې دی .
دا په داسی حال کښې دی چې د افغانستان ولسمشر په دغه هیواد کښې د ناټو له امریکایی قوماندان جنرال جان آلن سره په کتنه کښې ویلی دی د ملکیانو وژل د زغملو نه دی او باید ودرول شی ، که نه نو د کابل او واشنګټن ستراتیژیک تړون به له خطر سره مخ شی .
که څه هم ددغه ډول حملو د ودرلو ژمنې شوی ، خو تل مو لیدلی چې بیا هم د شپی مهال عملیات شوی او بې ګناه ملکیان پکې وژل شوی دی .