د کابل- مزار شریف پر لویه لاره نن سهار د ترافیکی پېښې له کبله یو تن مړ او 8 نور ټپیان شول . د بغلان ولایت د ترافیکو مدیر سید محبوب سادات کلید ته وویل، نن سهار یو 303 موټر، چې له کابل څخه د مزار پر لور روان و، د شمالی سالنگ په سیمه کې د ترافیکی پېښې ښکار شو . د سادات په وینا، په دغه پېښه کې یو تن وژل شوى او اته نور ټپیان دی، چې د دریو ټپیانو روغتیایی حالت د اندیښنې وړ دى. سادات د ترافیکی پېښې لامل د موټر چلوونکی بې احتیاطی او زیات سرعت په گوته کړ. په دغه وروستیو کې د هېواد په لویو لارو ترافیکی پېښې زیاتې شوی، چې چارواکو یې علت د سرک د غاړې بمی چاودنو له کبله د سرک خرابوالى ښیی