رجوع
په کابل کې د عاشورا په دستورو د ځانوژونکې حملې راپور خپور شو
په کابل کې د عاشورا په دستورو د ځانوژونکې حملې راپور خپور شو
تاريخ النشر: 1391/03/30 18:45رمز الخبر: 10598المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغان حکومت له خوا ټاکل شوی پلاوی د تیر کال د عاشورا په مراسمو کې د ځان وژونکې حملې په اړه نن په خپل راپور کښې وویل دغه حمله د پاکستان په پیښور ښار کې پلان شوې وه او د دې هېواد استخباراتی ادارو ورسره همکاری کړې وه.
د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحاق الکو، چې د دې پلاوی مشر دی، نن په کابل کې د ملی امنیت په عمومی ریاست کې خبریالانو ته وویل، چې څېړنی یې له پیښوره پیل کړی وې.
ښاغلی الکو وایی، چې حمله د پاکستان د استخباراتی ادارې په همکارۍ شوې ده:
دې پلاوی وویل، چې معلوماتو ورکولو لپاره یې پنځه میلیونه افغانۍ انعام ټاکلی وو.
ښاغلی الکو وویل، چې ځان وژونکی حمله کوونکی له پیښور څخه د رحیم ګل په لارښوونه جلال اباد او بیا تر کابل د حملې تر سیمی د حبیب الله په نوم یو کس بیولی وو، چې دواړه کسان نیول شوی دی.
د ملی امنیت د عمومی ریاست ویاند لطف الله مشل په دې غونډه کې وویل پلان په پیښور کې جوړ شوی وو، یوکس د طورخم نه تر جلال اباده انتقال کړی وو او بل کس له تر کابله په 2008کرولا کې راوستی وو تر ابوالفضل زیارته پورې، چې تر څو د امنیتی ځواکونو شک هم پرې رانشی.
په افغانستان کې دا لومړی ځل وه، چې په مذهبی مراسمو کې دا ډول خونړۍ پیښه وشوه او مسؤلیت یی د لشکر جنګوی په نامه یوې افراطی ډلې په غاړه اخستې وو.
د افغان چارواکو په وینا د دې حملې اساسی هدف په افغانستان کې د مذهبی شخړو رامنځ ته کول وو.
په کابل کې د تیر کال د عاشورا په مراسمو کې یوې ځان وژونکې حملې چې د مراد خانې په سیمه کې د ابوالفضل زیارت مخې ته وشوه، شا او خوا 80 کسان یې شهیدان او یونیم سل نور یې ټپیان کړل.