په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ته پر کونړ د دغه هېواد له خاورې د ترسره شویو بریدونو په اړه شکایت وکړ. په پاکستان کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتی اتشې له خوا د چنګاښ په 8 مه پژواک خبری اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دغه شکایت د افغانستان سفیر محمدعمر داوودزی نن په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا ربانی کهر ته له هغې سره د لیدنې پر مهال وکړ. سرچینې زیاته کړې ، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو او د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې راغلی،چې دواړو خواوو کابل ته د پاکستان د نوی لومړی وزیر د راتلونکی سفر په اړه هم خبرې وکړې او دا یې ګټور وباله. د افغانستان سفیر داوودزی هیله وښوده، چې یاد سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لاښه کولو او د شته ستونزو د حل لپاره د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې ګټور ثابت شی. ولسمشر حامد کرزی درې ورځې مخکې د پاکستان له نوی لومړی وزیر راجه پروېز اشرف سره د ټېلېفونی خبرې پر مهال هغه ته د نوې دندې مبارکی ورکړه او د کابل د سفر بلنه یې ورکړه، چې د هغه له خوا ومنل شوه. په خبرپاڼه کې راغلی، چې د دې لیدنې پر مهال د افغانستان سفیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ته د دغه هېواد له پر کونړ ولایت د پیل شویو بریدونو په اړه شکایت وکړ او خپله اندېښنه یې څرګنده کړه. داوودزی زیاته کړه، چې ټول افغانان پر دغو بریدونو سخت خواشینی او قهرجن دی او ددې بریدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې وکړه. هغه وویل: ((پر کونړ د بریدونو په څېر پېښې د ترهګرۍ په ګټه تمامیږی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناسم پوهاوی لامل ګرځی.)) سرچینه کاږی، چې په دې لیدنه کې د افغانستان سفیر د پاکستانیو امنیتی ځواکونو له خوا له افغان کډوالو سره پر ناسم چلند هم نیوکه وکړه او له حنا ربانی یې وغوښتل ، چې په مخنیوی کې دې ورسره مرسته وکړی. عمر داوودزی زیاته کړه، چې دواړه هېوادونه د کډوالو په اړه په یو ګډ پلان کار کوی او افغان دولت په عزتمنده توګه د یوه منظم پروګرام له لارې او په خپله خوښه د خپلو خلکو بېرته ستنېدل غواړی. دغه راز په خبرپاڼه کې راغلی،چې د افغانستان سفیر له مېرمن ربانی کهر څخه وغوښتل، چې د کراچۍ په بندر کې د افغان ښوونځیو بند کتابونه خوشې کړی. سرچینې زیاته کړې،چې مېرمن کهر هم د افغانستان له خاورې په دیر کې په خپلو سرتېرو د وسلوالو د بریدونو یادونه وکړه او ویې ویل، چې په دې پېښه کې یې 17 سرتېری وژل شوی دی. هغې د افغانستان له دولت څخه وغوښتل، چې په راتلونکی کې د دا ډول پېښو د مخنیوی لپاره جدی هڅې وکړی. د کډوالو د ستونزو په اړه حنا ربانی کهر وویل، چې اړوندو چارواکو ته به سپارښتنه وکړی، چې د کډوالو له ځورولو لاس واخلی. د بندو کتابونو په اړه مېرمن کهر زیاته کړه، چې دا ستونزه هواره شوې او پرون یې په کراچۍ کې اړوند مسوولینو ته په دې اړه هدایات ورکړی او ډېر ژر به د کتابونو 77 کانټینره افغانستان ته ولېږدول شی. افغانستان په داسې حال کې پاکستان ته د کونړ پر بریدونو شکایت کړى، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یوځل بیا د پاکستان له خاورې پر دغه ولایت د توغندویی بریدونو لړۍ پیل شوې ده. د ځایی چارواکو او اوسېدونکو په وینا، په دغو بریدونو کې تر اوسه خلکو ته ګڼ ځانی او مالی زیانونه اوښتی او سلګونه کورنۍ کډې شوې دی. پرون د افغانستان د ملی دفاع وزارت پر دغو بریدونوسخت غبرګون وښود او زیاته یې کړه، چې دوى په دې اړه د ولسمشر حامد کرزی امر ته منتظر دی.