رجوع
کرزی: طالبانو په لومړی ځل د سولې خبرې منلې
کرزی: طالبانو په لومړی ځل د سولې خبرې منلې
تاريخ النشر: 1391/04/20 14:4رمز الخبر: 10789المصدر: ایرکا خبری آژانس

ولسمشر وویل، دوه میاشتې وړاندې یو پلاوی هم د ګوانتانامو زندان ته د زندانیانو د لیدو لپاره استولی و او طالب بندیانو سره یې خبرې هم کړی دی.
ولسمشر حامد کرزی ومنله، چې د لومړی ځل لپاره د طالبانو لوړپوړی پلاوی دوه اوونۍ وړاندې د جاپان په کیتو ښار د سولې د عالی شورا له استازو سره دا منلې، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې غواړی.
که څه هم پخوا څو ځلې د وسله والو طالبانو د سولې د خبرو اترو په اړه څرګندونې شوی، خو د ولسمشر کرزی په وینا دا لومړی ځل دی، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو لپاره چمتووالی ښیی.
ولسمشر کرزی وویل د کیټو غونډه د سولې د پروسې لپاره یو ښه اقدام وباله:
''دوه اوونۍ وړاندې د کیوټو په دوشیشه پوهنتون کې غونډه جوړه شوې وه چې د طالبانو، حزب اسلامی او د سولې د عالی شورا استازو په کې د افغانستان د سولې پر خبرو بحث کړی و. دغه خبرې خورا مهمې وې او د طالبان لوړپوړی چارواکی قاری دین محمد اعلان وکړ، چې دوی غواړی له افغان حکومت سره خبرې وکړی. دغه د دوشیشه پوهنتون یو ښه اقدام وو او نور به هم دوام وکړی.''
داسې هم ویل کېږی، چې ښایی دغه ډول خبرې نورې به جاپان کې ترسره شی.
ښاغلی کرزی، چې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې یې د دغه هېوادو د خبریالانو یوې ټولنې ته خبرې کولې وویل، افغان حکومت غواړی په ګوانتانامو کې افغان زندانیان یا خوشی شی او یا د هغو په خوښه افغانستان او یا هم قطر ته واستول شی.
ولسمشر وویل، دوه میاشتې وړاندې یو پلاوی هم د ګوانتانامو زندان ته د زندانیانو د لیدو لپاره استولی و او طالب بندیانو سره یې خبرې هم کړی دی.
وسله والو طالبانو هم تر دې وړاندې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره د باور د رامنځه ته کېدو په موخه له ګوانتانامو زندان نه د خپلو ملګرو د خوشی کېدو غوښتنه کړې وه.
ښاغلی کرزی دارنګه وویل، اوس چې نړیوالې ټولنې له افغان حکومت سره د راتلونکو لسو کلونو لپاره د مالی مرستو ټټر وهلی، نو د حکومت لومړنۍ دنده به یې په افغانستان د سولې راوستل او ښې حکومت ولۍ رامنځ ته کول وی.
د افغانستان ولسمشر، چې اوسمهال په توکیو کې دی وایی، افغانستان ته د پاکستان د نوی لومړی وزیر راجه پرویز اشرف په سفر کې له هغه سره هم د سولې په اړه خبرې وکړی.
که څه هم پاکستان پخوا څو څو ځلې له افغان حکومت سره د سولې په پروسه کې د مرستو ژمنې کړی، خو یو شمېر چارواکی وایی، چې پاکستان له زړه نه غواړی، چې پر طالبانو په افغانستان کې د سولې لپاره فشار راوړی