رجوع
د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې
د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې
تاريخ النشر: 1391/04/31 18:2رمز الخبر: 10929المصدر: ایرکا خبری آژانس

په دې نښته کې د وسله والو د یو کس په ګډون د ګذرې د استخباراتو مدیر او یو سرتیری مړه او د ګذرې د امنیه قومندان له یوه بل سرتیری سره ټپیان شوی.
د هرات په ګذره ولسوالۍ کې تیره شپه د ناپیژانده وسله والو او په دې ولسوالۍ د امنیتی ځواکونو تر منځ نښته شوې.
په دې نښته کې د وسله والو د یو کس په ګډون د ګذرې د استخباراتو مدیر او یو سرتیری مړه او د ګذرې د امنیه قومندان له یوه بل سرتیری سره ټپیان شوی.
د هرات د امنیې قومندان مل پاسوال سید آقا ثاقب وایې چې دا پیښه د هرات هوایې ډګر ته نژدې په صنعتی ښارګوټی کې رامنځته شوې.
د نوموړی په وینا دا پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې وسله وال د سنګ مرمر شرکت ته ورننوتل چې د امنیتی مسئولینو په رارسیدو سره یې پر هغوی راکټی برید و کړ.
وسله والو تر اوسه پدې اړه څه ندی ویلی.
بلخوا له نیمروز څخه رارسیدلی راپورونو ښیی چې؛ د ملی پولیسو دوه سرتیری تیره ورځ د نیمروز په دلارام کې د وسله والو په حملې کې وژل شوی او یو تن ټپی دی.