رجوع
جولای، د امریکایانو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت
تاريخ النشر: 1389/05/09 0:0رمز الخبر: 1102المصدر: ایرکا خبری آژانس

ناټو پرون اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د امریکا شپږ نور سرتېری ووژل شول او په دې ډول جولاى میاشت په تېرو نهوو کلونو کې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د تلفاتو ریکارډ مات کړ.
تردې مخکې تېره جون میاشت د امریکایی او نورو نړیوالو ځواکونو لپاره په تېرو نهو کلونو کې تر ټولو خونړۍ میاشت وه ځکه، چې په جون کې د یو شمېر راپورونو له مخې 102 او د یو شمېر نورو له مخې 103 تنه نړیوال ځواکونه وژل شوی وو.
خو روانه جولاى د جون په پرتله د نړیوالو ځواکونو لپاره زیاته خونړۍ نه ده.
د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو پرون وویل، چې د دوی یو عسکر د طالبانو په حمله کې وژل شوى او دوه نور یې د افغانستان په جنوب کې د سړک د غاړې په بمی برید کې وژل شوی دی.
وروسته په افغانستان کې مېشتو امریکایی پوځیانو وویل، چې د پنجشنبې په ورځ په جنوب کې په یوه بله پېښه کې د دوى درې نور پوځیان هم په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د دغو شپږو امریکایی پوځیانو له وژل کېدو سره په روان جولای کې (چې لا یې نن ورځ پاتې ده) د امریکایی پوځیانو د تلفاتو شمېر 66 تنو ته ورسېد.
په جون کې، چې د نړیوالو او امریکایی ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت بلل شوې وه ، 60 امریکایی عسکر وژل شوی وو.
په روان میلادی کال کې تر اوسه پورې 264 امریکایی پوځیان وژل شوی دی.