رجوع
پاکستان کې سېلابونو تر 400 زیات کسان ووژل
تاريخ النشر: 1389/05/09 0:0رمز الخبر: 1107المصدر: ایرکا خبری آژانس

د پاکستان په شمال کې د سختو بارانونه له کبله سېلابونه راوتی، چې په تېرو درېیو ورځو کې یې تر څلور سوو زیات کسان مړه کړی دی.
په یادو سېلابونو کې د خیبر پښتونخوا ایالت ځینې برخې زیاتې زیانمنې شوی، له اسلام اباد او نورو سیمو سره د پېښور لویې لارې بندې شوی او شا و خوا شپېته پلونه ویجاړ شوی.
د طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر جنرال اشفاق ندیم پرون یوې غونډې ته وویل، زیات خلک په بېلابېلو سیمو کې بند پاتې.
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر څخه رارسېدلی راپورونه کې هم لږ تر لږه د 22 کسانو مړینه تایید شوې ده.