دملی امنیت مؤظفینو تیره شپه، دخپلو اطلاعاتو له مخې، ځانګړو اومستقلانه اوپراتیفی عملیاتو په ترڅ کې دملی امنیت عمومی ریاست دملی شورا پرودانۍ او دولسمشر ددویم مرستیال پرکور دترهګرو دبرید دطرحې دناکامه کیدو خبر ورکړ. دملی امنیت دعمومی ریاست په مطبوعاتی خبر پاڼه کې راغلی چې ددې ریاست موظفینو پڼځه تنه ترهګرچې یویې پاکستان تبعه دی او دپارلمان پرودانۍ دبرید او دولسمشر ددویم مرستیال دترور قصدیې درلود، نیولی دی. دملی امنیت مؤظفینو تیره شپه، دخپلو اطلاعاتو له مخې، ځانګړو اومستقلانه اوپراتیفی عملیاتو په ترڅ کې. دغه ترهګر دلومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې ونیول، له نیول شویو کسانو څخه څوځانمرګی واسکټونه، بم غورځوونکی کلاشینکوفونه، پیکاماشیندارې،(آر-پی-جی-7)راکټ،لاسی بمونه،دکلاشینکوف،[پیکااو آر-پی-جی-7 راکټ] سلکونه مرمۍ، دملی اردو څویونیفورمونه کشف او ضبط شول.