ولسمشر حامد کرزی له همدې امله جوړې شوې غونډه کې وویل چې افغانان به هیڅ وخت هم د رحیم وردګ او بسم الله محمدی خدمتونه هیر نه کړی. افغان ولسمشر حامد کرزی د دفاع او کورنیو چارو پخوانیو وزیرانو ته د غازی امان الله خان میډالونه ورکړل. ولسمشر حامد کرزی له همدې امله جوړې شوې غونډه کې وویل چې افغانان به هیڅ وخت هم د رحیم وردګ او بسم الله محمدی خدمتونه هیر نه کړی. دوی ته د غازی امان لله خان مډال ورکول په دې معنی نه ده چې د دوی دندې دی پای ته ورسیږی، بلکه دغه دواړه وروڼه به مو په نورو برخو کې د افغانستان د خلکو خدمت ته دوام ورکړی. ولسی جرګې شااوخوا لس ورځې وړاندې د دفاع او کورنیو چارو وزیران د هیواد په سرحدی سیمو دپاکستان د حملو او د ځینو نورو نا امنیو په خاطر بې صلاحیته کړل.