رجوع
هالنډی عسکر نن له افغانستانه وځی
تاريخ النشر: 1389/05/10 0:0رمز الخبر: 1123المصدر: ایرکا خبری آژانس

هالنډ لومړنى هېواد دى، چې له افغانستان څخه خپل ټول سرتېری وباسی.
دا کار به نن (د اگست لومړۍ نېټه) د وروستی هالنډی سرتېری په وتلو بشپړ شی.
په افغانستان کې د هالنډی سرتېرو پر ماموریت په هالنډ کې ډېرې لانجې پیدا شوې وې.
تېر کال د دوى ایتلافی حکومت د همدغه ماموریت له امله ړنگ شو او نوی انتخابات پکې ترسره شول.
هالنډ ټول ټال 1700 سرتېری په افغانستان کې درلودل او په ارزگان کې یې په ډېرو نښتو کې هم برخه نه درلوده.
هالنډیانو ته د نورو هېوادونو د سرتېرو په پرتله کمه مرگ ژوبله پېښه شوه ، خو د دوى تر ټولو ډېر یاد شوى سرتېرى د لوى درستیز زوى و، چې په ارزگان کې ووژل شو.
برتانوی رسنیو د ځینو طالبانو له خولې ویلی، چې گواکې په دې کار خوشاله شوی دی.
د ناټو له خوا په دې باب ډېر څه نه دی ویل شوی، خو خپله په ارزگان کې د هالنډیانو پر ځاى وار دمخه اسټرالیایی او امریکایی سرتېری ځاى پر ځاى شوی دی.
له هالنډ وروسته به کاناډا بل هېواد وی، چې راتلونکى کال له افغانستانه خپل سرتېری وباسی.