دملګرو ملتونو مشر بان کی مون له یوه جګ پوړی پلاوی سره تهران ته ورسید. د ملګرو ملتونو دمشر مرستیال جفری فلتمن،دبان کی مون ځانګړی استازی تری رودلارسن او دبان کی مون مهمه سلاکاره میرمن کین هم له هغه په دې سفر کې حضور لری. په دغه سفر کې به په تهران کې د ملګرو ملتونو غږملونکې میرمن ویدان او دبان کی مون ویندوی نسیرکی هم ورسره ملتیا کوی. ټاکل شوې ده د ملګرو ملتونو عمومی منشی، د خپل سفر په بهیر کې، د ایران له لوړ پوړو چارواکو سره د مختلفو نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړی. ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو عمومی منشی به تهران ته په خپل سفر کې، د اسلامی انقلاب د رهبرۍ له ستر مقام او د ایران د اسلامی جمهوریت له و لسمشر سره وګوری. د ملګرو ملتونو د عمومی منشی ویاند، مارټین نسیرکی، پرون په تهران کې د ناپیلی غورځنګ د غونډې په څنګ کې له حضرت آیت الله العظمی امام خامنه ای او محمود احمدی نژاد سره د کتنې لپاره د بان کی مون د پروګرام خبر ورکړ. نوموړی همدارنګه د ایران د پارلمان له یوشمېر استازو سره هم کتنه کوی. ایران ته د ملګرو ملتونو د عمومی منشی سفر د صهیونیسټی کړیو او د امریکا ددولت د غوسې لامل شوی دی،کارپوهانو او رسنیو دغه سفر په نړیواله او سیمه ییزه کچه د ایران د ګوښه کېدو لپاره د لویدیځ هڅو ته یوبل ټکان بللی دی. له دې مخکې د بان کی مون ویاند، مارټین نسیرکی اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو عمومی منشی، د صهیونیسټ رژیم او لویدیځ تر سخت دباو لاندې دی چې ایران ته دې نه ځی. نوموړی زیاته کړه چې بان کی مون په ایران کې دناپیلی غورځنګ په شپاړسمه غونډه کې ګډون پوره اړین وباله