رجوع
زوړ نیواک اوس هم افغانستان ته نسخه تاووی
زوړ نیواک اوس هم افغانستان ته نسخه تاووی
تاريخ النشر: 1391/06/20 18:21رمز الخبر: 11453المصدر: ایرکا خبری آژانس
ګارډین انګلیسی ورځپانې دروانې اړنۍ په پیل کې خبر ورکړه چې د انګلیس دپارلمان یواستازی د«طرح سی یادیرش» په نوم یوه طرح دهغه هیواد دبهرنیو چارو وزارت او همدارنګه سپینې ماڼۍ ته وړاندې کړې چې دهغې پرمټ افغانستان باید په اته برخو لکه کابل،قندهار، هرات، مزارشریف، قندوز، جلال آباد، خوست او بامیان وویشل شی دیولمړی وزیر لرونکی نظام دې پکې جوړ او ولسمشر کرزی ته دې هم یوتشریفاتی او سمبولیکه دنده ورکړل شی.
توبیاس الوود دانګلیس دپارلمان استازی او ددې طرح نوښګر باور لری چې پدې ترتیب سره کیدلای شی په افغانستان کې دشته ستونزو مخنیوی وکړی او په افغانستان کې دفساد د کتترول لپاره یوه مناسبه لارموندلای شی.
همدارنګه ددې طرح پربنسټ باید څو پښتون میشتی ولایتونه طالبانو ته پریښودل شی دا په داسی حال کې دی چې تردې وړاندی دبوش د دولت دبهرنیو چارو دوزیرې کاندوایزا رایس نژدې مشاورینو څخه یوتن«رابرت بلک ویل» هم انګلسی ورځپانې«دیلی تلکراف» ته ویلی وو چې افغانستان باید تجربه شی هغه چې پخوایې هم دامریکا او ناټو په ستراتیژیکه خطا ټنیګار کړی ؤ وایې: باید د«ب» پلان یعنې د افغانستان په دوه برخو دویشلو پلان باید ترلاس لاندې ونیول شی.
«بلک ویل» وایی چې طالبان دبریالیتوب په حال کې دی او مونږ دبایللو په حال کې یو هغوﺉ او چته روحیه لری او غواړی خپلې نافرمانی ته ادامه ورکړی....هغه ټینګار کوی چې دافغانستان جنوبی او ختیځې پښتون میشتې سیمې باید دطالبانو په واک کې ورکول شی.
هغه وایی: دافغانستان په ویشلو سره د امریکا داړتیا وړسرتیرو شمیر کیدلای شی چې له 40 تر 50 زره عسکرو پورې راکم شی او دتاجکانو، هزاره ؤ، ازبکانو او دهغو پښتنو په نرسته چې له طابانو سره ملګری نه دی، کیدلای شی چې له طالبانو سره مقابله وشی، دامسله کیدای شی چې دایران، چین او عراق پرمسایلو ترکیز وکړی.
لدې طرحو او وړاندیزونو څخه کولای شو څوځامړو ټکونو ته پام واړوو:
1-دامریکا د لویدیځوال ملګری کیدای شی پخپله له امریکا پرته په افغانستان کې له عجبیې اندیښنې سره مخ شوی دی او خپل ټول ځواک سره پدې هڅه کې دی زرنې څخه دوتو لپاره یوه آبرومندانه لار وموی حتی که دغه لار د واحد او یو پارچه افغانستان په تجزیې هم پای ته ورسیږی هغوﺉ دخپلې پوچې حثی دساتنې لپاره حتی حاضر دی دافغانستان دخلکو ژوند سیاسی اوملی برخلیک دپولو او فاصلو په حدبندی همداډول وساتی.
2-ګلستان اوس هم خپل ځان د آسیا دجنوبی حوزې او دافغانستان اوپه(19) مه پیړی کې ترخپل نیواک لاندې سیمو کې بلا منازع حاکم ګڼی او هماغه خوبونه په خپل سرکې پالی تر اوسه د ډیورند دناسور غده چې د انګلیسانو د نفاق اچونې دخط کتۍ حاصل دی، له منځه نه ده تللی چې دنولسمې پیړۍ سرونه دلیکې دجوړښت او دتفریق دتور دسوساتلو په کار کې دتاوتریخوالی اصلی لامل دی.
3- امریکاییان دهغه څه پرخلاف چې ښکاره کوی یې ، د ولسواکۍ دعدالت دخوندی کولو دملی او ټولیز دولت دپیاوړتیاه دامنیت درا وستلو او له ترهګرۍ سره دمبارزې لپاره افغانستان ته نه دی راغلی او هیڅکه هم باید ددې تمه ونه لرو چې یوه ورځ به داخواږه خوبونه عملی بڼه خپله عملی کړی، هماغیسې چې دامریکا دبهرنیو چارو پخوانی وزیر ارشد مشاور بلک ویل یې وایې هغوﺉ دایران، عراق او چین ترنظر لانې دساتنې په منظور په افغانستان کې دی او داکار له هغه څه څخه چې دی څوڅو واره ډیر زمونږ دهیواد سیاسی ژوند ته خورا ډیر زایانمنوونکی دی.هغوﺉ په افغانستان کې قومی یووالی وحدت او یوپارچګی ته هیڅ کوم ارزښت نه ورکوی، هغوﺉ ته دامهمده چې څرنګه کولای شی په افغانستان په تجزیې او طالبانو ته دهیواد دختیځو او جنوبې ولایتونو په پریښودلو هم امکان پذیروی ډیره مهمه داده چې پدې هیوادکی دلګښتونو بودجه امریکا ته لږوالی ومومی او هم هغوﺉ وکړای شی د افغانستان له موقعت څخه په استفادې سره وکړای شی یپه سیمه کې خپلو اهدافوته درسیدولپاره ډیر وخت ولګوی خو آیا دافغانستان دبرنی سیاست دستګاه به داسې طرحې و وابدلای شی؟ دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت تر اوسه دهر ډول طرحې په وړاندې ـــ که کورنی وی یا بهرنی دافغانستان دتجزیې په وړاندې کوم کلک غبرګون ښودلی که نه؟ او داځل هم داسې نه ښکاری چې پدې اړه دې چوپ باتې شی اویا ورته مثبت ځواب ورکړی.