رجوع
مجتبی پتنګ، اسدالله خالد او بسم الله محمدی تایید خو حاجی دین محمد رد شو
مجتبی پتنګ، اسدالله خالد او بسم الله محمدی تایید خو حاجی دین محمد رد شو
تاريخ النشر: 1391/06/25 19:22رمز الخبر: 11527المصدر: ایرکا خبری آژانس

ولسی جرګې د ولسمشر کرزی له لوری د دفاع، کورنیو او سرحدونو د وزارتونو او د ملی امنیت د ریاست لپاره نومول شویو کسانو ته نن په داسی حال کې رایې ورکړې چې د ټولو 249 وکیلانو له ډلې 241 تنه حاضر ول.د تایید لپاره 121 رایو ته اړتیا ده.
جرګې د غونډې په پیل کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په هغه کې د یوې خصوصی امریکایی کمپنۍ له لوری د اسلام ستر پیغمبر ته د بې حرمتۍ فلم غندل شوی او هغه د ټولو اسنانی ارزښتونو خلاف او ادیانو ته سپکاوی بلل شوی دی.
ولسی جرګې د دغه فلم په وړاندې د افغانستان د لا سخت عکس العمل لپاره د درې ګونو قواوو د ګډې غونډې غوښتنه وکړه.
د ولسی جرګې یوه غړی لطیف پدرام د دغه فلم په خاطر له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو د تړون د لغوه کېدو یا ځنډېدو غوښتنه وکړه.
دا شېبه په ولسی جرګه کې رایې شمېرل کېږی.
بسم الله محمدی ( د دفاع وزیر وزیر ومنل شو)
موافقې رایې: 124
مخالفې رایې: 98
سپینې رایې:11
باطلې رایې:8
مجتبی پتنګ ( کورنیو چارو وزیر ومنل شو)
موافقې رایې: 129
مخالفې رایې: 92
سپینې رایې: 11
باطلې رایې:9
حاجی دین محمد ( د سرحدونو او قبایلو د چارو وزیر ونه منل شو)
موافقې رایې: 117
مخالفې رایې:108
سپینې رایې:8
باطلې رایې:8
اسدالله خالد ( د ملی امنیت رییس ومنل شو)
موافقې رایې:143
مخالفې رایې: 88
سپینې رایې:11
باطلې رایې: 9