د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی تیره ماښام په یوې درې اړخیزه ناسته کې د پاکستان له جمهور رئیس ښاغلی آصف علی زرداری او د بریتانیاله صدراعظم ښاغلی ډیوید کامرون سره وکتل. په دې کتنه کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا مشرانو په سیمه کې د سولې، ثبات او روان وضعیت، افغانستان او پاکستان تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو په اړه او د افراطیت پر خلاف د مبارزې پر څرنګوالی خبرې اترې وکړې. حامد کرزی د پاکستان له جمهور رئیس سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا پخاطر د 2013 کال تر پایه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د تړون مسودې پر نهایی کولو موافقه وکړه. په دې درې اړخیزه ناسته کې ، ښاغلی ډیوید کامرون ژمنه وکړه چې هېواد به یې په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان له روانو هڅو په کلکه ملاتړ وکړی. همداراز ، حامد کرزی او آصف علی زرداری د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړی کولو په برخه کې د بریتانیا هېواد له رغنده رول نه قدردانی وکړه. ښاغلی زرداری ،په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اهمیت باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې تر لوی اختر وړاندې ، پاکستان ته د سولې دعالی شورا د پلاوی د راتګ په تمه دی او دا اقدام یې د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره یو مهم ګام وباله. جمهور رئیس کرزی په تېرو کلونو کې د بریتانیا او پاکستان د دوامدرو مرستو او همکاریو له امله مننه وکړه. په پای کې پر دې موافقه وشوه چې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند په اړه د بحثونه د دوام پخاطر او د دغه بهیر د پرمختګ ارزونې په موخه په نږدې راتلونکې کې سره لیده کاته وکړی.