د امریکا دفاع وزیر لییون پنیټا د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی څخه وغوښتل؛ چې له انتقاده لاس واخلی او د هغه پر ځای له بهرنیو پوځیانو، چې په افغانستان کې له وسله والو سره په جګړې کې وژل شوې دی، مننه وکړی. حامد کرزی د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبرې غونډې ته وویل؛ چې د امریکا په مشرۍ ځواکونه په دې کې پاتې راغلی؛ چې هغه وسله وال چې په افغانستان کې بریدونه کوی او بیا بیرته په ګاونډی پاکستان کې پناه اخلی، تعقیب کړی. پانیټا پرون لاتین امریکا ته ولاړ او په لیما کې یې خبریالانو ته وویل؛ کرزی باید د دې نیوکو پر ځای د ناټو د پوځیانو د قربانیو مننه وکړی.