رجوع
ننګرهار کې د امنیت په اړه د ټاکنو کمېسیون اندېښنې
تاريخ النشر: 1389/05/13 0:0رمز الخبر: 1184المصدر: ایرکا خبری آژانس

د ټاکنو خپلواک کمېسون وایی، د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې یې د ټاکنو په اړه عامه پوهونکی کسان له امنیتی ننګونو سره مخ دی او که دا وضعه روانه وی نو په دې ولسوالیو کې به پارلمانی ټاکنې ترسره نه کړی.
دا خبره په ننګرهار کې د ټاکنو کمېسون ځایی مشر ډاکټراحمدولی امین کلید ته په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه.
امین د ننګرهار خوګیاڼو، شېرزادو او چپرهار ولسوالیو څخه د دغو ناامنو سیمو په توګه یادونه وکړه، خو له نوم ښودنې پرته یې وویل، چې نورو سیمو کې هم دا ستونزه لری.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سمونوال عبدالغفور کلید سره خبرو کې ومنله، چې په شېرزادو ولسوالۍ او د خوګیاڼو په یو شمېر سیمو کې د ټاکنو د کارکوونکو امنیتی ستونزې نه شی له منځه وړلاى، خو د نوروسیمو په اړه یې وویل، چې عامه پوهونکی دې تر خپل ورتګ وړاندې امنیتی ادارې د خپل خوندیتوب لپاره خبرې کړې.
د ټاکنو خپلواک کمېسون په ننګرهار کې خپلې امنیتی ستونزې په داسې مهال بیانوی، چې پرون د دې ولایت یوې امنیتی حوزې ته څېرمه پر سلاکار وزیر وحیدالله سباوون چاودنې هغه او اوه تنه نور ټپیان کړل.