د ناټو سازمان عمومی منشی اندرس فوګ راسموسن نن په کابل کې وویل، په هغو سیمو کې امنیتی وضعیت ښه شوی، چې افغان ځواکونو ته یې امنیتی مسئولیتونه سپارل شوی دی. نوموړی همدا راز وویل، ناټو به له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته هم له افغان ځواکونو سره د مشورې، مرستې او روزنې په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړی. ښاغلی راسموسن دغه خبرې نن په کابل کې له جمهور رئیس حامد کرزی سره له کتنې وروسته په یوه ګډ خبری کنفرانس کې وکړې. ټاکل شوې، د راسموسن په مشرۍ د ناټو سازمان جګ پوړی پلاوی په کابل کې د افغان حکومت له ځینو نورو چارواکو، پوځی قومندانانو او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومی قومندان جنرال جان الن سره هم وګوری.