رجوع
د افغانستان او امریکا جمهورو رئیسانو ټیلیفونی خبرې وکړې
د افغانستان او امریکا جمهورو رئیسانو ټیلیفونی خبرې وکړې
تاريخ النشر: 1391/08/24 3:32رمز الخبر: 12132المصدر: ایرکا خبری آژانس

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما نن ماښام د افغانستان د اسلامی جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزی سره په یوه ټیلیفونی اړیکه کې، د امریکا د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې د بریالیتوب په خاطر، ده ته د هېواد د جمهور رئیس د مبارکۍ پیغام د لېږلو له امله مننه وکړه.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس چې تازه د اندونیزیا او هند هېوادونو له رسمی سفرونو څخه هېواد ته راستون شوی، په دې ټیلیفونی خبرو کې یو ځل بیا د امریکا د جمهور رئیس په توګه ددوهم ځلی انتخاب له امله نوموړی ته مبارکی وویله او ده ته یې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه.
په مقابل کې بارک اوباما له حامد کرزی څخه د مننې په ترڅ کې، ده ته بلنه ورکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو د دوام په خاطر د خبرو لپاره، په یوه مناسب فرصت کې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړی چې د جمهور رئیس لخوا ومنل شوه.