رجوع
حامدکرزی د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو سره وکتل
حامدکرزی د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو سره وکتل
تاريخ النشر: 1391/09/03 6:52رمز الخبر: 12237المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو، دینی عالمانو او مخورو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، شریف الله خان او مولوی رحمت الله خان د نورو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل: لکه څنګه چې د تاریخ په اوږدو کې هیڅ افغان هم د پردیو ظلمونو ته غاړه نه ده ایښې اوس هم هیڅ افغان د پردیو زور زیاتی او ظلم نه شی منلی.
دوی د غزنی ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې د طالبانو پرخلاف ولسی پاڅون ته اشاره وکړه، وې ویل: طالبانو د دغې ولسوالۍ غښتلی مشران او مخور شهیدان کړل، ښوونځی یې وتړل، د ښوونځیو ښوونکی او زده کوونکی یې وګواښل، خلک یې له اقتصادی ستونزو سره مخامخ او په هغوی باندې یې دژوند ساحه راتنګ کړه، له دې امله د اندړو خلک دې ته اړ شول چې د طالبانو پر وړاندې په ولسی پاڅون لاس پورې کړی.
دوی څرګنده کړه چې د طالبانو پر وړاندې دا د اندړو ولسوالۍ د خلکو پاڅون یو ولسی پاڅون دی په دې کې بل هیڅوک نه لاس لری او نه هم چا د طالبانو په ځپلو کې ورسره همکاری کړې ده، یوازې د اندړو خلکو پر خپل مټ طالبان له خپلې سیمې څخه شړلی دی.
د اندړو مشرانو د هېواد د نورو سیمو په اوسیدونکو هم غږ وکړ چې د ظلم پر وړاندې راپاڅیږی او هغه کسان چې د دوی آرام او سوله ایز ژوند له منځه وړی، له خپلو سیمو څخه وشړی.
حامدکرزی د ظلم پرخلاف دریدل د افغانانو خاصه وبلله، وې ویل: د ظلم او زور زیاتی پر وړاندې دریدل او په خپله سیمه کې د سوله ایز ژوند لپاره د شرایطو برابرول د هر انسان حق دی چې د اندړو خلکو هم د خپل دغه روا حق د ترلاسه کولو لپاره پر ولسی پاڅون لاس پورې کړی دی.
د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ چې په ولسی پاڅونونوکې دې هڅه وشی چې د امکان تر بریده له وسلې څخه کار وا نه خیستل شی، بلکې ظالمان دې دیته اړکړای شی چې له وینو تویولو پرته سیمه پریږدی.