رجوع
ایسا هڅه کوی په هېواد کې د اسهامو سیسټم دود کړی
ایسا هڅه کوی په هېواد کې د اسهامو سیسټم دود کړی
تاريخ النشر: 1391/09/16 8:7رمز الخبر: 12390المصدر: آژانس خبرگزاری افغان ایرکا

ایسا" یا په افغانستان کې د پانګې اچونې ملاتړه اداره وایی، د اسهامو د سیسټم دود به وکړای شی، په هېواد کې اقتصادی او سوداګریز فعالیتونه پراخ او ګړندی کړی.
په سوداګریزو او اقتصادی چارو د اسهامو سیسټم نن سبا د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې جاری دی؛ خو په افغانستان کې تراوسه نه دی رامینځته شوی.
د ایسا د ادارې رییس "وفی اله افتخار" د چهارشنبې په ورځ وویل، د دې لپاره چې د هیواد خلک په اقتصادی او سوداګریزو چارو کې پراخه برخه واخلی؛ د سټاک مارکېټ یا د اسهامو د بازار رامینځته کول ورته ضروری ګڼل کېږی:
"موږ په هیواد کې د سټاک مارکېټ یا د اسهامود بازار د سیسټم د رامینځته کولو تصمیم نیولی دی، دا سیسټم به وکړای شی، خلک وهڅوی، چې په سوداګریزو او اقتصادی فعالیتونو کې ونده واخلی، د دی لپاره غواړو د خصوصی سکتور مشورې واخلو."
په افغانستان کې له لسو کلونو راهیسې په مختلفو برخو کې میلیارډونه دآلره پانګه اچونه شوې؛ په اقتصادی او سوداګریزو چارو کې د پام پرمختګونه شوی؛ خو د سټاک مارکېت یا د اسهمامو د بازار سیسټم په کې نشته.
د ایسا رییس وویل، د دې سیسټم رامنځته کولو ته یې طرحې ترتیب او د هیواد له اقتصاد پوهانو، سوداګرو، پانګوالو او له دولتی متخصصنو سره به شریکه او تر پنځه شپږو میاشتو پورې به یې بشپړه کړی.
د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې رییس "مجدود پوپل" وایی؛ د افغانستان په اقتصادی او سوداګریز نظام کې د سټاک مارکېټ یا د اسهامو د بازار د سیسټم ځایول بې ګټې نه دی؛ خو مخکې له دې چې دا سیسټم رامینځته شی، باید اسانې، شفافې او په عین حال کې کره پالیسۍ ورته ترتیب شی:
"اوسمهال په افغانستان کې سټاک مارکېټ ته شرایط ځکه مساعد نه دی؛ چې دې ته سیسټم د کره قوانینو جوړول ضروری دی؛ ځکه چې کېدای شی، چې د سهم لرونکو له پیسو څخه ځنیې شرکتونه ناوړه ګټه واخلی.
داسې قوانین ورته ترتیب شی، چې د شرکت سرمایه معلومه او فعالیت یې په دقیقه توګه وڅاری؛ د خلکو مالی سهم په کې خوندی او له هره پلوه د خلکو د قناعت وړ وګرځی."
د ایسا د ادارې د معلوماتو له مخې له تیرو لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د لګسونو میلیاردو ډالرو پانګه اچونه شوې او اوس هم کورنی او بهرنی پانګوال غواړی؛ چې په مختلفو پراختیایی برخو کې نورې پانګې هم واچوی.