وسلوالو طالبانو د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یوه 48 کلنه ښځه په دار وځړوله. دغه خبره د بادغیس ولایت په قادس خوردک سیمه کې د طالبانو یوه سیمه ییز قوماندان ملا محمد یوسف نن سهار رسنیو ته کړې. د نوموړی په وینا، دغه ښځه بیدی صنم نومېدله او د قادس ولسوالۍ د قادس خوردک سیمې اوسېدونکې وه، چې د امېدوارۍ په تور په دار وځړول شوه. ویل کېږی، یادې ښځې مړ ماشوم زېږولى و. د یوسف د معلوماتو له مخې، د یادې ښځې خاوند 4 کاله پخوا مړ شوى، دوه زامن یې په ایران کې کډوال دی او مېرمنې یواځې ژوند کاوه. د سرچینې په وینا، د دغې ښځې د اعدام حکم د هغې سیمې د طالبانو د یوه قاضی له خوا، چې قاضی احمد نومېږی صادر شوى دى. عبدالواحد د یادې ولسوالۍ اوسېدونکى وایی، چې یاده ښځه کونډه وه. هغه د دغې ښځې د امېدوارۍ د تایید ترڅنګ وویل، چې هغه باید اعدام شوې نه واى، بلکې بله سزا ورته ټاکل شوې واى