رجوع
د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به له هیواده د فساد لمن تر ډیره ټوله شی
د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به له هیواده د فساد لمن تر ډیره ټوله شی
تاريخ النشر: 1391/10/02 17:1رمز الخبر: 12590المصدر: ایرکا خبری آژانس

ولسمشر کرزی وایی چې له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره له دغه هیواد څخه د فساد لمن تر ډیره بریده ټوله شی.
ولسمشر کرزی په افغانستان کې اداری فساد په دوو ډولونو ویشی یو هغه چې د دغه هیواد په دولتی ادارو کې موجود دې او بله برخه یې هغه چې د بهرنیانو له خوا د قرار دادونو په بڼه د دولتی چارواکو له خپلوانو سره کیږی.
ښاغلی کرزی په افغان دولتی ادارو کې موجود فساد کم وباله؛ خو زیاته یې کړه، چې د فساد بهرنې اړخ خورا زیات دی، چې د ښاغلی کرزی په وینا سلګونه میلیونو ډالرو ته رسیږی.
جمهور وویل، چې په وار وار سره یې د دا راز قراردادونو اسناد هم له بهرنیانو غوښتی؛ چې تر دې دمه یې ورته نه دی سپارلی.
جمهور رییس حامد کرزی چې له اداری فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې د لمانځلو په غوڼده کې یې څرګندونې کولې؛ وویل، چې په هېواد کې به د دا ډول فساد لمن هغه وخت ټوله شی، چې بهرنی ځواکونه له افغانستان څخه ووځی:
"هغه کوښښ به هلته نتیجه ورکړی، چې هغه لوی عوامل د فساد چې دې خاورې ته راغلی دی؛ د دې خاورې څخه ورک شی او لرې شی، زه ډاډمن یم، چې 2014 میلادی کال کې، کله چې موږ د جهموری ریاست لپاره انتخابات کوو او نوی جمهور رییس راځی او هغه وخت به بهرنی ځواکونه له افغانستان نه وتلی وی، محدود شمېر به یې پاتې وی.
د دوی قراردادونه، د دوی تشکیلات، د دوی ساختارونه چې دلته یې جوړ کړی وو؛ دا به مخ په رژېدو او ورکېدو شی، دا به د فساد یوه ډیره لویه منبع وی؛ چې د دې خاورې څخه ورکېږی او دابه د افغانستان په خیر وی."
ولسمشر په هیواد کې خصوصی امنیتی کمپنۍ چې بهرنیان یې ملاتړی وو؛ هم د فساد او نا امنیو ستره سرچېنه وبلله، خو ویې ویل، چې له دې ستونزې سره یې مبارزه وکړه.
حامد کرزی له نړیوالې ټولنې وغوښتل؛ چې له افغان دولت سره دې په رښتینی توګه د فساد د له منځه وړلو په برخه کې همکار شی او دا یې هم وویل، چې که نړیواله ټولنه په واقعی توګه دوستی کول غواړی؛ نو دغه یې د اثبات ځای دی.
ولسمشر د شفافیت د نړیوالې ادارې هغه راپور ته هم اشاره وکړه؛ چې په دې وروستیو کې یې ویلی وو؛ چې افغانستان د نړۍ فاسد هیواد دی.
جمهور رییس وایی، ښایی چې دا راز څرګندونې به پر افغان دولت د نړیوالو سیاسی فشار وی:
"که چېرې د سیاسی اغراضو او اهدافو لپاره فساد د فشار آله ګرځوی، نتیجه نه لری. افغانستان د ملی حاکمیت خوا ته روان دی، په پښو د درېدلو او د استقلالیت خواته روان دی؛ که چېرې په ریښتنې توګه دوی غواړی، چې د فساد په ضد کار وکړی، زه ډاډمن نه یم، دوی باید موږ ته اطمینان راکړی، نو د افغانستان د حکومت اجرایوی ځواک څو چنده کېږی؛ نو په واضحه توګه به یې په سبا نتیجه ګورو."
په افغانستان کې له اداری فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې د لمانځلو په غونډه کې له اداری فساد سره د مبارزې د عالی شورا مشر عزیر لودین وویل؛ چې هغه دوسیې چې دوی د اداری فساد په اړه د هېواد قضایی ادارو ته سپارلی باید پرې غور وشی.
دغه اداره وایی، چې په لسګونو هغه دوسیې یې لویې څارنوالۍ ته سپارلی چې یو شمیر یې د دولتی چارواکو د اداری فساد او اختلاس په اړه دی.