د افغانستان ولسمشر حامد کرزۍ د امریکا له ولسمشر سره د خبرو لپاره سبا له کابله واشنګټن ته روانېږی. له 2014 وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکایی پوځیانو د څرنګوالی، شمېر او د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتی موافقه د دواړو خواوو د خبرو مهمې مسلې اعلان شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویلی؛ چې ولسمشر کرزۍ به د متحدو ایالتونو له ولسمشر بارک اوباما سره د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې ووینی.