رجوع
په افغانستان کې د امریکا جنګی ماموریت په ملاتړی رول بدلېږی
په افغانستان کې د امریکا جنګی ماموریت په ملاتړی رول بدلېږی
تاريخ النشر: 1391/10/23 11:15رمز الخبر: 12856المصدر: ایرکا خبری آژانس

ولسمشر حامد کرزی او ولسمشر اوباما سره سلا شول چې په افغانستان کې به له راتلونکی پسرلی نه د ټولو جګړه ییزو عملیاتو مشری افغان ځواکونه کوی.
په سپینې ماڼۍ کې له خبرو وروسته ولسمشر اوباما وویل دواړه سره سلا شوی چې ناټو به له راتلونکی پسرلی نه له افغان ځواکونو سره د مرستندیه رول ولری:
''نن موږ سلا شو چې افغان امنیتی ځواکونه به لکه څرنګه چې ولسمشر کرزی د امنیتی مسؤولیتونو د لېږد د وروستی پړاو اعلان وکړ په راتلونکی پسرلی کې د عملیاتو مشری په غاړه واخلی او ایتلافی ځواکونه به د هغوی د ملاتړی رول ولری.
که اړتیا پیښه شی زموږ ځواکونه به هم له افغان هغو سره اوږه په اوږه جنګېږی خو اجازه راکړه په روښانه ټکو کې یې ووایم چې له راتلوونکی پسرلی نه به زموږ ځواکونه یو جلا ماموریت ولری، د افغان ځواکونو د روزنې، له هغوی سره د مرستې او هغوی ته د مشورې ورکولو ماموریت.''
ولسمشر اوباما زیاته کړه چې دا به یوه تاریخی ګړۍ وی چې په ټول افغانستان کې د جګړه ییزو عملیاتو مشری افغان ځواکونه په غاړه واخلی.
د هغه په ژبه له 2014 میلادی کال وروسته به امریکایی ځواکونه دوه اهداف ولری:
''موږ دوه اهداف لرو، اول دا چې افغان ځواکونه وروزو، مرسته ورسره وکړو او مشورې ورکړو چې خپل امنیت په خپله وساتی. دویم دا چې موږ وکولای شی د القاعده د پاتی شونو او ملاتړو پیسې چې کېدای شی زموږ هېواد وګواښی لاړ شو. خو دا به محدود عملیات وی هغسې به نه وی چې په تېرو لسکونو کلونو کې موږ ترسره کول.''
دغه راز دواړو مشرانو په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د پاتی کېدو په اړه هم خبرې وکړې خوڅه نه دی ویل شوی چې که امریکایی ځواکونه په افغانستان کې له 2014 میلادی کال وروسته پاتې کېږی نو شمېره به یې څومره وی؟
تر دې وړاندې د شیکاګو په غونډه کې موافقه شوې وه چې په ټول افغانستان کې به د امنیتی چارو واګی تر راتلونکی دوبی پورې افغان ځواکونو ته سپارل کېږی خو اوس د نوې موافقې له مخې دا چاره په راتلونکی پسرلی کې ترسره کېږی.
له دې سره له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د ژر وتلو احتمال هم ډېر شوی دی.
ولسمشر کرزی په خپل خبرو کې وویل دا په دې مانا ده چې امریکایی ځواکونه به د افغانستان له کلیو راووځی.
دغه راز هغه په قطر کې طالبانو ته د سولې د خبرو په لپاره د دفتر پر پرانستل کیدو د موافقې خبره وکړه:
''موږ د قطر دوحه کې طالبانو ته د دفتر پر پرانستلو سره سلا شو. له دغه دفتر نه به طالبان نېغ په نېغه د افغانستان د سولې د عالی شورا له استازو سره په خبرو کې ښکېل وی.
موږ به په دې خبرو کې د پاکستان په ګډون د سیمې د هیوادونو مرسته هم وغواړو او له امریکا او خپلو نورو متحدینو سره به خپل ټول وس وکړو چې څومره ژر چې کیدای شی په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شی.''
ولسمشر کرزی په 2014 کال کې د ازادو، عادلانه او ډموکراټیکو ټاکنو د ترسره کولو په اړه د افغان حکومت حکومت طرحه وړاندې کړه او دواړو مشرانو پریکړه وکړه چې خپلواک افغان بنسټونه به له مشروع موسساتو سره په همکاۍ او تفاهم د ټاکنو تیارۍ ونیسی.
ولسشمر اوباما د 2014 کال د اپریل په 5 مه نېټه د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د ولسمشرۍ او ولایتی شوراګانو د ټاکنو د ترسره کیدنې هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د امریکا د متحده ایالتونو رول په دې ټاکنو کې له هېڅ یو ځانګړی نوماند څخه ملاتړ نه بلکې د عادلانه او رڼو ټاکنو له ترسره کیدو څخه ملاتړ وی.