ولسمشر حامد کرزی په پاکستان کې وروستی بریدونه چې په نتیجه کې یې تر سلو زیات کسان وژل شوی، وغندل. د جمهوری ریاست مطبوعاتی دفتر په یوه اعلامیه کې ویلی؛ ولسمشر کرزى چې په یوه رسمی سفر په امریکا کې دى؛ دغه بریدونه غندلی، د ملکیانو په نښه کول یې د سیمې د سولې د دښمنانو کار بللى او یوځل بیا یې د ټروریزم په وړاندې پر صادقانه مبارزه ټینګار کړى دى. د پنج شنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې په څو بمی بریدونو کې تر سلو زیات کسان ووژل شول او تر 170 زیات نور ټپیان شول. په بلوچستان کې پرون شیعه ګانو مظاهرې وکړې او له حکومت څخه یې د خپلې ساتنې غوښتنه وکړه. تېره پنج شنبه د پاکستان لپاره یوه خونړۍ ورځ بلل شوې ده.