رجوع
هلمند کې د ناټو درې سرتیری ووژل شول
تاريخ النشر: 1389/05/23 0:0رمز الخبر: 1349المصدر: ایرکا خبری آژانس

د بریتانیا دفاع وزارت وایی، چې تېره ورځ یې په افغانستان کې په دوو جلا پېښو کې دوه سرتیری وژل شوی دی.
لومړى سرتیرى د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د سپکو وسلو په ډزو وژل شوى، دوهم په ګرېشک ولسوالۍ کې د الوتکې دکښېناستو پر مهال ټپی شوى، چې وروسته یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې.
دغه راز ناټو وایی درېیم عسکر یې هم پرون د افغانستان په جنوب کې وژل شوى، د پېښې ځاى او د عسکر هویت نه دى څرګند شوى.
له 2001م کال راهیسې په افغانستان کې 330 بریتانوی عسکر وژل شوی، چې تر امریکایی پوځیانو وروسته یې تلفات زیات دی.
شاوخوا لس زره بریتانوی پوځیان په هلمند کې دېره دی، چې د پوځی ماموریت ترڅنګ د افغان ځواکونو په روزنیزو پروګرامونو کې هم برخه لری.