رجوع
په خوست کې توغندیز برید درې ماشومان ووژل
تاريخ النشر: 1389/05/23 0:0رمز الخبر: 1350المصدر: ایرکا خبری آژانس

په خوست کې نن سهار د بهرنیو ځواکونو پر پوځې اډې توغندیز برید درې ماشومان ووژل او یوه مېرمن یې ټپی کړه.
یوې باوری سرچینې کلید ته د نامه له ښوولو پرته وویل، چې نن سهار وختی وسله والو طالبانو په خوست کې د نړیوالو ځواکونو په پوځې اډې توغندیز برید وکړ، چې د یادوو توغندیو یو یې د استوگنې په یوه کور ولگید.
د سرچینې په وینا،د توغندی د لگېدو له کبله درې ماشومان ووژل شول او یوه میرمن ټپی ده.
تر اوسه ځایی چارواکو او ناټو ځواکونو د پېښې په اړه څه نه دی ویلی او نه هم طالبانو د پېښې پړه پرغاړه اخیستې.