رجوع
روسیه د ایران اټومی انرژۍ تولید ته د سون مواد برابروی
تاريخ النشر: 1389/05/25 0:0رمز الخبر: 1387المصدر: ایرکا خبری آژانس

روسیی تائید کړې ده ،چې د اګسټ په یویشتمه نېټه به د ایران د اټومی انرژۍ د تولید لومړنی ریکتور ته د سون مواد برابر کړی.
د بوشهر اټومی بټۍ به په دې سره د شاوخوا 40 کاله ځنډ وروسته په فعالیت پیل وکړی.
د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ ګیبس وویل، دا ګام د دې څرګندیو دى، چې ایران څرنګه، چې وایی د خپلو سولیزو اهدافو لپاره د یورانیمو غنی کولو ته اړتیا نه لری ځکه، چې د بوشهر بټۍ په فعالېدو سره د دغه هېواد لانجمن اټومی پروګرام ته ضرورت نه پاتې کیږی.
د ایران د اټومی پروګرام مشر علی اکبر صالحی دغه هېواد ته په راتلونکې کې د روسیې د اټومی ادارې د مشر سرګی کیریانکوف د سفر هرکلى کړى دى.
روسیې په 1995 کال کې د ایران د بوشهر د اټومی بټۍ له جوړولو سره موافقه وکړه، خو د یو میلیارد ډالرو په ارزښت دغه پروژه د ځنډونو او سیاسی تحولاتو له امله پر ځای پاتې وه.