د هلمند په ګرېشک ولسوالۍ کې شپږ پولیس په خپله امنیتی پوسته کې په مرموز ډول وژل شوی دی. د والی ویاند داود احمدی رسنیو ته وویل، چې دغه پېښه د هلمند - کندهار پر لویه لاره د ګرېشک ولسوالۍ په نهر سراج سیمه کې د پولیسو یوه پوسته کې رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه، چې یاد شوی پولیس پرون سهار په مرموز ډول په خپله پوسته کې په ډزو وژل شوی، د هغوى څلور میله کلاشنکوفونه، دوه میله پیکا او یو کرولا موټر هم نامعلومو کسانو له ځانه سره وړی دی. د والی ویاند وایی، چې د امنیه قوماندانۍ یو پلاوى د پېښې د پلټنو په هدف سیمې ته لېږل شوى دى. وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دی ویلی. د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ په کندهار ولایت کې هم شپږ پولیس په خپله پوسته کې وروسته له هغې، چې په شړومبو کې ورته د بې هوښۍ مواد اچول شوی وو، وژل شوی وو.