رجوع
رفعت:د کاندیدانو له لست څخه مو د لسو نورو نومونه هم لېرې کړل
تاريخ النشر: 1389/06/01 0:0رمز الخبر: 1527المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د شکایتونو د اورېدو کمیسیون وایی، چې د یو لړ کره څیړنو وروسته یی، د ولسی جرګې د کاندیدانو له لست نه د لسو نورو کاندیدانو نومونه هم لېرې کړل.
د افغانستان د ولسی جرګې د کاندیدانو له وروستی لست څخه د نومونو د لیری کولو لړی اوس هم روانه ده.
د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د اورېدو کمیسیون د یکشنبې په ورځ له دغه لست څخه د نورو لسو تنو کاندیدانو نومونه هم وغورځول.
د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون غړی او ویاند احمدضیا رفعت یوې خبری غونډې ته وویل، چې دا لس تنه کاندیدان له مختلفو ولایتونو څخه و او د شکایتونو کره څیړنو وښوده چې، له دولتی څوکیو څخه یی استعفا نه وی کړی. ښاغلی رفعت وویل: د شکایتونو د اورېدو کمیسیون د کاندیدانو له وروستی لست څخه لس تنه نور کاندیدان هم لېرې کړل، دوی له دولتی څوکیو څخه استعفا نه وې کړې.
دا لړۍ روانه ده او کېدای شی ترانتخاباتو پورې ځینی نور کاندیدان هم له لست څخه وغورځول شی
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو وویل چې، د ولسی جرګې د کاندیدانو د انتخاباتی مبارزو له پیل څخه تر اوسه، دوی ته د کاندیدانو پرضد څه باندې زر شکایتونه رسېدلی چې، د څیړلو چارې یی په پوره دقت سره روانې دی.
ضیا رفعت وویل، د هېواد خلکو ته دا حق ورکړل شوی چې، د کاندیدانو په باب هر ډول مستند شکایتونو د انتخاباتو کمسیون ته وسپاری.
د شکایتونو د اورېدلو د کمیسیون ویاند وویل، فیفا یا د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنیاد پردوی تور لګولی چې، د کاندیدانو پرضد څه باندې شپیته شکایتونه یی په کره توګه نه دی څیړلی . ده د شوی ادعا د سپیناوی په هکله زیاته کړه: فیفا باید په مشخصه توګه ووایی، چې کوم شکایت څیړل شوی نه دی،د شکایتونو د اورېدو کمیسیون هغه شکایتونه څیړی چې کره سند او شواهد ولری.
د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون د معلومات له مخې تر اوسه د ولسی جرګې د کاندیدانو له وروستی لست څخه د لېرې شوېو کاندیدانو شمېر دوه شپیته تنوته ورسېد.
دا کمیسیون وایی، چې د کاندیدانو له وروستی لست څخه په لېرې شوېوکې هغه کاندیدان شامل وچې، یا یی له دولتی څوکیو څخه استعفا نه وی کړې، یا په غیر قانونی وسله والو ډلو کې اوس هم شامل و او یا دا چې د نورو کاندیدانو پرځای یی خپل نومونه راجسټر کړی و.