وسله والو طالبانو دعوه کړې، چې د یوسف خېلو په ولسوالۍ کې یې پر امریکایی ځواکونو دوه جلاجلا چاودنې کړی اوهغوى ته یې مرګ، ژوبله اړولې ده. د وسله والو طالبانو سیمه ییز ویاند ډاکترعبدالوکیل مبارز په دې اړه کلید ته وویل، چې تېره شپه یې د یوسف خېلو ولسوالۍ اړوند لومړى برید د شپې په لسو بجو او ورپسې برید یې د شپې په دوولسو بجو، د بوخانخیلو په کلی کې. د مبارز په خبره، په دواړو چاودنو کې ټانګونه په بشپړ ډول ویجاړشوی او سپاره کسان ټول پکې وژل شوی دی . د سیمې خلکو هم د چاودنو خبرورکړى او ویلی یې دی، چې دوى په سیمه کې د ماینونو ځایونه او د ښیښو ټوټې لیدلی، خو د مرګ، ژوبلې په اړه یې معلومات نه لرل. بل پلو په جنوب ختیځ زون کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتی دفتر په یاده سیمه کې د چاودنو پخلی کړى، خو رسنیو ته یې نور معلومات نه دی ورکړی.