د ملا عمر له خوا خپلو طالب جنګیالیو ته د ملکی تلفاتو د مخنیوی په اړه هدایت که څه هم تر یو بریده عامو خلکو ته، چې د طالبانو د بېلابېلو بریدونو قربانی کېږی، د یو ښه زیری په معنی ده او د طالبانو یوه ښه سیاسی هڅه ګڼل کېږی، خو روانو پېښو ته په کتنې سره د دومره د ډاډ او ارزښت وړ نه ښکاری. له هغه راهیسې، چې د طالبانو مشر ملاعمر د ملکی وګړو د خوندیتوب په اړه د جنرال پتریوس په وړاندې تبلیغاتی جګړه پیل او په دې اړه یې یوه تبلیغاتی نظام نامه هم خپره کړې ده، نه یوازې دا چې د طالبانو په حملو، ځانمرګو بریدونو او د سړک د غاړې په بمونو کې کموالی نه دی راغلی، بلکې دا مرګ ژوبلې لا پسې ډېرې شوې دی. دا مساله د دې ښکارندویی کوی، چې د طالبانو په لیکو کې د ملاعمر د اوامرو په وړاندې اوچته بې پروایی موجوده ده. له دوه درې کلونو راهیسې ډېری کارپوهان د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ځینو شواهدو پر بنسټ دې باور ته رسیددلی دی، چې طالبان یو لاس نه دی. دغه کارپوهان په طالبانو کې د دوه درې لاس توب خبره کوی او وایی، چې یوه ډله هغه طالبان دی، چې د ملا عمر تر قوماندې لاندې دی، بله ډله سیمه ییز جوړښت لری، چې تر یو بریده قومی او زورواکې بڼه لری، درېیمه ډله یې هغه طالبان په ګوته کېږی، چې نېغ په نېغه له القاعدې او ای ایس ای نه فرمانبرداری کوی. د لومړۍ ډلې په اړه لا دا هم ویل کېږی، چې د خپلو پرېکړو او دندو په ترسره کولو کې ډېر واک او اختیار نه لری. د دې خبرې ښه ثبوت د ای اې ایم د موسسې د یوه کارکوونکی صفی الله څرګندونې دی. صفی الله وایی، چې د بدخشان په کران او منجان کې د ای اې ایم موسسې پر کاروان د برید کوونکې ډلې قوماندان، چې له څېرې ډېر ظالم معلومېده، پاکستانی ښکارېده. ځکه ویل یې جلتی جلتی. چې دا په اردو ژبه کې د ژر کوه معنی لری. د طالبانو په لیکو کې هغه هم د قوماندان په توګه د یوه ګاونډی هېواد د یوه اوسېدونکی شتون په ښکاره او کره توګه دا خبره ثبوتوی، چې افغان طالبان که څه هم څو لاسی وی، خو بیا هم د پاکستان د استخباراتی شبکې یا ای ایس ای تر پوښښ او اغېز لاندې دی او د هغې شبکې اوامر پرځای کوی. خو له لویه سره د افغان طالبانو په لیکو کې د بهرنیو قوماندانانو شتون دا معنی لری، چې اوس ای ایس ای د طالبانو پر مشری بې باوره شوی او د دې لپاره، چې وضعیت تر خپل کنترول لاندې ولری، په داسې یو اقدام یې لاس پورې کړی دی. ډېری تحلیلګران په دې باور دی، چې پاکستانی استخبارات په افغانستان کې د طالبانو په جامه کې د بهرنیو خیریه موسسو د کارکوونکو په وژلو سره غواړی، چې دغو موسسو ته د طالبانو یو ډېر بد انځور مخې کېږدی او په راتلونکې کې له دې مسالې نه هم پر طالبانو د فشار راوستو په غرض ګټه پورته کړی. نو اوس په داسې یو وضعیت کې، چې هرڅه پر دې ګواهی ورکوی، چې طالبان د یوې پردۍ استخباراتی شبکې په منګولو کې دی او خپل هېڅ ډول واک او اختیار نه لری، څوک څنګه دا منلی شی، چې د ملا عمر فرمانونه به عملی بڼه غوره کوی او د ملکی مرګ ژوبلې کچه به د دوی په حملو کې راښکته شی. له بل لوری دا هم د غور وړ خبره ده، چې تر ډېره بریده د یادې استخباراتی شبکې له خوا طالبان له هرڅه لرې او بې خبره هم ساتل کېږی او یوازې د پېښو د مسوولیت د منلو اتلان ښکاری. د شنونکو له خوا دا خبره ځکه مطرح کېږی، چې تر اوسه پورې په څو پېښو کې طالبانو د داسې پېښو مسوولیت په غاړه اخیستی، چې تر دوی مخکې د حزب اسلامی ډلې هم د هغو مسوولیت منلی دی او دا مسئله پورتنی شک په یقین بدلوی. د ملا عمر د دې فرمان په اړه بله بې باوری دا ده، چې ډېر ځله ملکی خلکو ته تلفات په ځانمرګو بریدونو او د سړک غاړې د ماینونو له کبله اوړی او دا هغه تکتیک دی، چې طالبان په هېڅ ډول له هغه نه مخ نه اړوی، ځکه د هغوی په باور د همدغو دوو تکتیکونو د کارولو له وجهې خپل مخالف لوری( افغان او بهرنیو ځواکونو) ته پرې ډېر تلفات اوښتی شی او دوی هېڅکله تراوسه دغه تکتیک ته شا نه ده اړولې. کله، چې خبره داسې هم وی نو آیا دا ممکنه ښکاری، چې د طالبانو له خوا دې ملکی خلکو تلفات ورپېښ نه شی، نه هېڅکله هم نه، بلکې تر هغه چې جګړه جریان ولری، دا وضعیت به هم ورسره مخته دروی، مګر هغه وخت، چې ټول لوری د جمهور رئیس کرزی د سولې له پروسې څخه ملاتړ وکړی او ښکېلې غاړې له وړاندې شرطونو تېر او نړیواله ټولنه، چې په سر کې یې امریکا ده، واقعا زموږ په هېواد کې د سولې غوښتونکې شی.