رجوع
ختیځ کې سېلابونو ولسی خلکو ته مرګ ژوبله اړولې
تاريخ النشر: 1389/06/04 0:0رمز الخبر: 1580المصدر: ایرکا خبری آژانس

د ننګرهار پر نهو ولسوالیو د وړمې شپې سېلابونو کې یو شمېر ولسی خلک مړه شوی، چې چارواکی یې په پخلی سره له شمېرې ناخبری ښیی.
چارواکی همدا شان د ورستیو سېلابونو له امله د سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او ګڼو کورونو د ویجاړیدو خبرهم ورکوی.
د طبیعی پېښو پروړاندې د ننګرهار د مبارزې رئیس عبدالوهاب شېرزاد وایی پر روداتو، بهسودو، بټی کوټ، چپرهار، هسکې مېنې، سره رود، مومند درې، اچین او خوګیاڼو ولسوالیو د وړمې شپې راغلی سېلابونه خورا زورور وو او خامخا به پکې یو شمېر خلک مړه شوی وی.
د شېرزاد په خبره د مړو شویو شمېر لا معلوم شوى نه دى، خو د معلومولو هڅه یې روانه ده.
د هسکې مېنې ولسوالۍ یو شمېر استوګنو بیا کلید ته وویل، چې یوازې د دوى سیمه کې سېلابونو د یوه ځوان په ګډون اوه نارینه له ځانه سره وړی وو، چې پرون یې مړی په روداتو ولسوالۍ کې موندل شوی.
دې خلکو پر ولایتی چارواکو نیوکه لرله، چې د سېلاب ځپلو کوم لاسنیوى څه، چې تراوسه یې د زیانمنو شمېر هم نه دى معلوم کړى.
د ننګرهار ترڅنګ د اوړمې شپې بارانونو د بل ختیز ولایت لغمان پر مرکز مهترلام او قرغیو او الیشنګ ولسوالیو هم سېلابونه راوتی وو، خو د هغه ولایت د والی ویاند ګل رحمان همدرد وایی، چې یوازې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او ځینې کورونه یې ویجاړ کړی او ځانی زیان نه لری.
پر ختیځ د اوړمې شپې د باران له زیانه دوه نور ولایتونه کونړ او نورستان خوندی او بې سېلابه پاتې دی.
دا هغه سیمې دی، چې پخوانیو سېلابونو به تر نورو سیمو ډېرې زیانمنولې.
سږنى کال، چې د نور هېواد په شان ختیزوالو ته هم د سېلابونو کال و، لسګونه تنه پکې همدې پېښو ووژل، چې سیمه وال یې ورته د حکومتی مرستو د کمو رسېدو او نه رسېدو شکایتونه لری.