رجوع
د حضرت امام علی(ع) علم او پوهه
تاريخ النشر: 1389/06/10 0:0رمز الخبر: 1684المصدر: آژانس خبری ایرکا

ابن عباس د پیغمبر(ص) له مبارکې خلې وائې " علی زما په امت کښې تر ټولو پوهه او په فیصلې او قضاوت کښې تر ټولو لوړ دی."او دا هم د پیغمبر (ص) د خلی خبره ده چې:"اَنَا مَدِیْنًةُ العِلمِ وَ عَلیٌ بَابُهَا فَمَن اَرَادَ العِلمَ فَلْیَقْتبسه مِن عَلی"
" زه د علم ښار یم او علی یې ور دی څوک چې علم زده کول غواړی له علی یې زده کړی"
ابن مسعود هم وایی: " ګران رسول (ص) علی علیه السلام راوغوښت او له ځان سره یې کیښنولو. کله چې علی(ع) له پیغمبر(ص) راستون شو نو ومې پوښتل د خدای رسول(ص) درته څۀ ویل؟ وې فرمایل: "پیغمبر(ص) ما ته د علم زر ورونه پرانستل چې له هر وره زر نور ورونه پرانستل کیږی.
یوه ورځ حضرت علی علیه السلام په منبر باندې وویل "یَامَعْشَرَالنَاسِ سَلونِی سَلونِی قَبْلَ اَن تَفقِدُونِی"
ای خلقو! له ما چه څۀ پوښتل غواړئ، وې پوښتئ، مخکښې تر دې چه زه مو له لاسه اوځم ځکه چه زه د تیرو او راتلونکو کسانو علم لرم. په خدای قسم که د قضاوت او فیصلې ټغر خور شی، یهودیانو ته به د هغوی د خپلو کتابونو، د انجیل منوونکو ته به له انجیله، د زبور منوونکو ته به له زبوره او قران منوونکو ته به له قرانه فیصله او قضاوت وکړم. په خدای قسم زه تر تاسو ټولو په قران او د هغۀ په تاویل پوه یم .
بیا یې په دویم ځل وویل "سلونی قبل ان تفقدونی"
تر دې مخکښې چې زۀ مو له منځه لاړ شم له ما پوښتنه وکړئ. د قران د هر ایت پوښتنه کوئ، د هغه د نزول په باره کښې، د شان نزول او په دې حقله چې د چا په باره کښې نازل شوی دی او هم د راز د ناسخ منسوخ، محکم او متشابه او مکی والی او مدنی والی، غرض دا چې هر قسم پوښتنه که لرئ، کولی یې شئ زه به یې ځواب درکړم.[1]
د خدای ګران رسول(ص) ته د حضرت علی علیه السلام فضایلو ته په پام سره حکم وشو چې خلقو ته د حضرت علی علیه السلام ولایت او جانشینی څرګنده کړی او پیغمبر(ص) په بیلا بیلو ځایونو او موقعو کښې دا کار کړی دی منجمله د غدیر په ورځ.
رسول(ص)د هجرت په لسم کال مکې ته د حج د فریضې لپاره لاړ. په دې سفر کښې له پیغمبر(ص) سره د ملګرو شمېر یو لک شل زره تنه ؤ. له حجه د راستنیدو په وخت هم دومره کسان د پیغمبر(ص) ملګری وؤ. د ذې الحجې په اتلسمه نیټه د غرمې په وخت دوی په "جحفه" نومې دشتې کښې غدیر خم ته ورسیدل. چې کله د لمانځۀ وخت راورسیدو او بانګ وویل شو نو خلق له خپلو سورلو کوز شول، ټول راغونډ شول او په جمع یې نمونځ وکړو. بیا د اوښانو له کجاوو منبر جوړ کړی شو، د خدای رسول(ص) په منبر اوخت او د خدای پاک تر ثنا وروسته یې وفرمایل "ما ته او تا سو ته د خدای له خوا دنده او مسؤلیت راکړل شوی دی، ایا داسې نۀ ده.
خلق: ګواهی ورکوؤ چې مونږ ته دې تبلیغ وکړ او په دې لاره کښې دې ډیرې سختۍ وزغملې، خدای درته د ددې ښه بدله درکړه.
رسول مبارک (ص): ایا د خدای پاک په یووالی او د هغۀ د بنده محمد په پیغمبرۍ او د دوزخ او جنت مرګ او په بیا راپاڅیدو ګواهی نه ورکوئ؟
خلق: ګواهی ورکوؤ.
رسول مبارک(ص): خدایه! تۀ ګواه اوسه. بیا د خدای رسول (ص) خلقو ته مخ کړو او وې فرمایل :ای خلقو! زه او تاسو به د کوثر په غاړه له یو بل سره کتنه کوؤ. نو اوښیار او خبر دار اوسئ. زه تاسو ته دوه ګران بیعه ملغلرې پریږدم.
خلق:ای د خدای رسوله (ص) هغه دوه ملغلرې کومې دی؟
رسول مبارک(ص): د خدای تعالی کتاب او د زما اهلبیت(ع) خدای ما ته فرمایلی دی چې دا واړه به تر هغه وخته له یو بله نۀ جدا کیږې چې د کوثر په غاړه ما ته راورسی. له دغو مۀ مخکښې کیږئ او مۀ تېریږئ ګنی هلاک به شئ.بیا یې د امیرالمومنین حضرت علی علیه السلام لاس هسک کړو چې ټول یې ووینی او وې پیژنی. نو په همدی حالت سره یې وفرمایل " اَیُهَاالنَاسْ! مَن اَولَی النَاسَ بِاالمُومِنِینَ مِنْ اَنفُسِهِمْ" "ای خلقو! هغه څوک دی چې په مومنانو باندې تر هغوی زیات حق لری او د مومنانو ولایت او مشری دهغوی په لاس کښې ده؟
خلق: خدای او د هغه رسول (ص).
د خدای رسول (ص):خدای پاک زما مولا دی او زۀ په مومنانو مولا یم،زۀ په مومنانو باندې تر هغوی زیات حق لرم نو "مَنْ کُنْتُ مَوْلاهُ فَهَذَا عَلیٌ مَولاهُ" د چا چې زه مولا او سرپرست یم دا "علی" د هغوی مولا او مشر دی. ای خدایه! د علی له دوستانو سره مینه ولره او ددۀ له دښمنانو سره دښمنی. له هغه چا سره چې له علی سره مرسته وکړی، مدد وکړه او څوک چې ددۀ مقابلې ته پاڅې او تیری پرې وکړی هغوی ته سزا ورکړه. نو ای خلقو! کوم کسان چې موجود دی. دوی دې دا خبره غایبانو او ناموجود کسانو ته ورسوی"
خلق له خوارۀ شوی نۀ وو چې دا ایت نازل شو "اَلیَومَ اَکْمَلْتُ لَکُمْ دِینَکُم وَ اَتْمَمْتُ عَلَیکُمْ نِعْمَتْی وَ رَضِیتُ لَکمُ الاسْلامَ دِینا" "نن مې ستاسو دین مکمل کړ او په تاسو مې نعمتونه تمام کړل او تاسو ته د اسلام په دین راضی شوم"[2]
-----------------------------------------------------------
[1] . ارشاد مفید ص 16 ، 15، طبقات ابن سعد جلد 2 ص 101 جلد 4 ص 270 استعاب جلد 1 ص 463
[2] . الغدیر جلد 1 صحفه 9 تا 11