د روسیی په نارامه شمالی قفقاز کې په یوې ځانمرګی برید کې پنځه تنه وژل شوی او ګڼ شمېر ټپیان دی. سیمه ییزو چارواکو ویلی برید د داغستان په یوناکاس سیمه کې د پوځ پر یوې اډې شوى دى. د روسیې په شمالی قفقاز په خاصه توګه په داغستان جمهوریت کې امنیتی ځواکونه له اسلام پالو وسله والو سره په جګړو بوخت دی، چې له کبله یې وخت ناوخت په دغه سیمه وسله والې نښتې او بمی چاودنې رامنځته کېږی.