
د ملی راډیو ټلویزیون یو پخوانى ویاند سید حامد نوری تېره شپه د زړو مکروریانو په سیمه کې د نامعلو کسانو لخوا په چړو ووژل شو.
د سید حامد نوری د کورنۍ غړو ویلی، چې تېر ماښام ناوخته څو کسانو نوری له ځانه سره بوت، چې وروسته کور ته نږدې یې مړى وموندل شو.
له پېښې وروسته پولیسو د نوموړی مړى عدلی طب ته لیږدولى دی.
دعدلی طب رئیس ډاکټر خالد باتور حسن کلید ته وویل، چې ډاکټرانو یی معاینات ترسره کړی،خو پایله به یې وروسته په ډاگه شی.
د حامد نوری یو بل نږدې ملگری د نامه له ښودلو پرته کلید ته وویل، چې ناپیژاندو کسانو تېر ماښام لومړى حامد نوری له کوره ویستلى او بیایی له وهلو ورسته سر ترې پرې کړى دى.
د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنایی جرمنو پر وړاندې د مبارزې مدیر سمونوال محمد ظاهر کلید ته وویل، چې تېره شپه د سید حامد نوری یوه نږدې ملگری نوموړى لومړى له کوره ویستلى او بیا یی د چړې په واسطه وژلى دى.
د نوموړی په وینا، په دې اړه یې څېړنې پیل کړی ترڅو د حامد نوری په وژنه کې ښکېل کسان د قانون منګولو ته وسپاری.
د ملی ټلویزیون پخوانی ویاند سید حامد نوری تېرو پارلمانی ټاکنو ته هم ځان نومولى و او یوه موده یې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملی اتحادیې د مرستیالۍ دنده تر سره کړې.
پر دې سربېره یې د هېواد بېلابېلو خصوصی رسنیو ته لېکنې هم کړی دی.
د نى یا د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې چارواکو په وینا، تېرکال د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالی درې اویا پېښې رامنځته شوی دی، چې دری څلوېښت د دولت لخوا، دوه د سوله ساتو ځواکونو لخوا، دولس د وسله والو مخالفینو لخوا او شپاړس پېښې د نامعلومو کسانو لخوا ترسره شوی دی.
سرچینه زیاتوی، چې له امله یې څلور خبریالان وژل شوی، څلور ټپیان شوی، دری دېرش نیول شوی، اتلس وهل ټکول شوی او څوارلس نور ګواښل شوی دی،
په وژل شویو دوه تنه افغانان خبریالان جان الله هاشمزاده او سلطان احمد منادی او دوه بهرنی خبریالان، شامل دی، چې سږنى کال د الومړى افغان خبریال دى، چې د نامعلومو کسانو لخوا په بې رحمانه توګه وژل کېږی.
د یادونې وړ ده، چې تراوسه د سید حامد نوری د وژنې پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې.