رجوع
بغلان کې 8 پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته
تاريخ النشر: 1389/06/16 0:0رمز الخبر: 1794المصدر: ایرکا خبری آژانس

په بغلان ولایت کې د پولیسو ترمنځ د خپلمنځی نښتې له امله یو پولیس ووژل شو او دوه ټپیان دی.
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د مدیریت مرستیال سمونوال احمد جان رسنیو ته وویل، چې دغه پېښه پرون مازیګر په پنځو بجو رامنځته شوه.
هغه زیاته کړه، چې د عامه نظم د قوماندانۍ او د بغلان مرکزی ولسوالۍ د پولیسو د قوماندانۍ د پولیسو ترمنځ لفظی شخړه رامنځته شوې وه، چې له امله یې له دواړو لوریو درې پولیس ټپیان شوی دی.
خو د دې ولایت د ولایتی شورا مرستیال اسدالله شهباز وویل، چې په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوى او دوه نور ټپیان دی.
سمونوال احمدجان د اهم وویل، چې پرون له غرمې مخکې په بغلان مرکزی ولسوالۍ کې وسله والوطالبانو د ملی امنیت پریوه رنجر موټر برید کړى دى.
د هغه په وینا، په دې برید کې د ملی امنیت دوه کارکوونکی وژل شوی او درې نور یې ټپیان دی