دزابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د لالی کلی په مربوطاتو کې نن چاڼیز عملیاتو پیل شوی چې په ترڅ کې ېې یو وسله وال طالب ونیول شو. دزابل دامنیې قومندانۍ دامنیت آمر ډګروال غلام جیلانی فراهی رسنیو ته وویل ، ددې چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یو وسله وال طالب نیول شوی. هغه زیاته کړه چې، ددې عملیاتو په ترڅ کې یو څه اندازه وسلې هم د امنیتی ځواکونو لاسته ورغلی دی. فراهی زیاته کړه چې ، دغه وسله وال طالب دګډو ځواکونو له لورې په عملیاتو کې نیول شوى چې دنیول شوی وسله وال طالب سره یوه اندازه جنګی وسلې او تبلیغاتی پاڼې نیول شوی . دفراهی په خبره یاد کس دا مهال دشاه جوى ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ کې تر پوښتنو لاندی او ډېر ژر به دمرکز کلات امنیه قومندانۍ ته دنورو تحقیقاتولپاره ولیږدول شی . دیادونې وړ ده چې یاد عملیات اوس هم په یاده سیمه کې روان دی.