رجوع
پټرویس: په راتلونکی منی کې لږ ځواکونه له افغانستانه وباسو
تاريخ النشر: 1389/06/18 0:0رمز الخبر: 1834المصدر: ایرکا خبری آژانس

په افغانستان کې د امریکایی او ناټو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال ډېوېډ پټرویس وایی سپینه ماڼۍ به چې له راتلونکی دوبی څخه یې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو د پیلېدو ژمنه کړې، له دې هېواده یو زیات شمیر سرتیری ونه باسی.خو د پنټاګون چارواکو ویلی، چې د سرتیرو ایستل به د افغانستان له حالاتو اوهم په دې پورې اړه لری، چې د افغانستان امنیتی ځواکونه ترکومه حده د امنیتی مسولیتونو د اخیستو لپاره چمتو دی.
جنرال پټرویس له سټارس انډ سټرایپس خپرونې سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا د 2011 کال د جولای له میاشتې وروسته به بیاهم په دې هېواد کې د امریکایی ځواکونو شمېر چې په اوس وخت کې سل زره تنه دی، همدومره وی وویل، دی په دې اړه اټکل نه شی کولای خو دومره وایی، چې بالعموم ځواکونه یې ښه دی او له عینی شرایطو سره هم برابر دی.
د ښاغلی پټرویس لپاره له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو د پیل نیټه یوه ډیره حساسه مساله ده ځکه دی تقریبا درې میاشتې مخکې د جنرال سټینلی مککرېسټل پرځای په افغانستان کې د ناټو او امریکایی ځواکونو د عمومی قوماندان په توګه ټاکل شوی او د وسله والو طالبانو پرضد د جګړی د انډول د بدلولو لپاره زیات وخت نه لری.
په پام کې ده، چې سپینه ماڼۍ د ډسمبر په میاشت کې د افغانستان وضعیت وڅیړی ترڅو معلومه کړی، چې د نوی ستراتیژۍ په اساس په دغی جګړې کې څومره پرمختګ شوی دی.
په داسې حال کې چې په امریکا کې د افغانستان له جګړې ملاتړ مخ په کمیدو دی، د سپینې ماڼۍ چارواکو له افغانستان څخه د امریکا ځواکونو د وتلو پرنیټی ټینګار کړی او ویلی یې دی، چې د راتلونکی کال له جولای میاشتې څخه د امریکایی سرتیرو د وتلو نیټه د بحث وړ نه ده.
خو د پنټاګون چارواکو ویلی، چې د سرتیرو ایستل به د افغانستان له حالاتو اوهم په دې پورې اړه لری، چې د افغانستان امنیتی ځواکونه ترکومه حده د امنیتی مسولیتونو د اخیستو لپاره چمتو دی.
جنرال پټرویس له سټارس اند سټرایپس خپرونې سره په مرکه کې وویل چې د وسله والو په وړاندې سخته جګړه له ځان سره ښیګڼې هم لری.
هغه د هلمند د مارجې پراخو عملیاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل، که څه هم په دې عملیاتو کې زموږ د انتظار خلاف دښمن سخت مقاومت وکړ، خو په نتیجه کې نن وینو چې د افغانستان د حکومت واکمنۍ سیمې ته غزیدلې او کارونه پرسم لوری مخ ته ځی.
پټرویس وویل، په سیمه کې مو په شپږو کلونو کې د لومړی ځل لپاره یوه لیسه پرانستله.
زه په خپله د مارجې په بازار کې وګرځیدم او ومې لیدل چې نور په دې بازار کې چې د طالبانو په ولکه کې و، مخدره مواد نه پلورل کېږی. اوس په دې بازار کې دوکانونه هغه شیان پلوری چې مشروع دی.
جنرال پټرویس وویل، دی په دې باور دی، چې ځواکونه یې په افغانستان کې په دی ډاډه دی، چې دغه جګړه به بریالی پای ته ورسیږی.
په داسې حال کې چې پټرویس په افغانستان کې د دولت د وسله والو مخالفانو پرضد د جګړې د بریالیتوب خبره کوی، د طالبانو مشر ملامحمد عمر په یوه خپاره کړی بیان کې ویلی، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره بری نژدې دی.
ملاعمر په دغه بیان کې چې د کوچنی اختر په مناسبت یې خپور کړی، د امریکا له ولسمشر بارک اوباما څخه یې غوښتنه کړی چې خپل ځواکونه دی له قید او شرط پرته ډیرژر له افغانستانه وباسی ځکه د ده په وینا وسله وال مقاومت خپل بری ته نژدې شوی دی.