رجوع
زرداری افغانستان ته د استخباراتی همکارۍ وړاندیز وکړ
تاريخ النشر: 1389/06/25 0:0رمز الخبر: 1940المصدر: ایرکا خبری آژانس

د پاکستان جمهور رئیس وویل، چې د دغه هېواد استخباراتی اداره غواړی، چې د طالبانو پرضد په مبارزه کې له افغانستان سره نژدې همکاری وکړی.
د پاکستان استخبارتی اداره (آى ایس آى) ته په افغانستان او لوېدیځ کې د طالبانو د ملاتړ کوونکې ادارې په سترګه کتل کېږی.
ډېر افغانان وایی، چې دا اداره له زړه نه د طالبانو او نه د کومې بلې افغان ډلې ملاتړې ده بلکې د افغانستان د ورانۍ او شاتګ غوښتونکې ده.
پاکستان تل د افغانستان په چارو کې د آى ایس آى مداخله رد کړې ده.
خو د جمهور رئیس اصف علی زرداری څرګندونې، چې پرون یې له جمهور رئیس کرزی سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وکړې، کېدای شی د پاکستان په دریځ کې د بدلون نښه وی.
له بلې خوا تر اوسه څرګنده نه ده، چې د ښاغلی زرداری له دې نظر سره د دغه هېواد پوځ او استخبارات، چې د پاکستان بهرنی سیاست، په تېره بیا د افغانستان او هندونستان په برخه کې ټاکی، موافق دی او کنه.
کرزی، چې تر پرونه پر پاکستان نیوکې کولې، پرون له پاکستانی چارواکو سره له خبرو وروسته یې خپلې خبرې ګټورې او اغېزمنې وبللې.