رجوع
پاکستان ته د حامدکرزی سفر به په ټاکنو ښه اغېز ولری
تاريخ النشر: 1389/06/25 0:0رمز الخبر: 1941المصدر: ایرکا خبری آژانس

یو شمېر سیاسی شنونکی وایی ، په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د ولسی جرګې ټاکنو ته دوه ورځې پاتې دی، پاکستان ته د جمهور رئیس حامدکرزی سفر به په ټاکنو ښه اغېز ولری.
جمهور رئیس حامد کرزی (د وږی په 24مه) په یوه رسمی سفر له یوه لوړ پوړی دولتی پلاوی سره پاکستان ته لاړ.
د جمهوری ریاست لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلی، چې له جمهور رئیس حامد کرزی سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملی دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردګ، د ملی امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا،د سوداګرۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدی،د مالیې وزیر ډاکټر عمر زاخېلوال، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر اسدالله خالد، د ملی امنیت لوی رئیس رحمت الله نبیل، د جمهور رئیس د دفتر رئیس محمد عمر داودزى او د ملی امنیت د شورا مرستیال شیدا محمد ابدالی ملګرتیا کوی.
د سیاسی چارو کارپوهان پاکستان ته د جمهور رئیس کرزی تګ په داسې حال کې، چې ټاکنو ته دوې ورځې پاتې دی، ګټور بولی.